د زنده جان د اوسېدونکو په خبره، په دې کلي کې څه باندې ۶۰۰ تنو چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
غلام دستګیر د قربانیانو د کورنیو یو له هغو غړو دی چې په دغې زلزله کې یې خپله مېرمن او څلور ماشومان له لاسه ورکړي. دی د کار لپاره ایران ته تللی و او په کلي کې یې د زلزلې خبر له اورېدو وروسته، کور ته ستون شوی؛ خو کور یې ویجاړ او کورنۍ یې لهمنځه تللې ده.
غلام دستګیر طلوعنیوز ته وايي:«یو زوی مې پاتې دی. نور ټول پنځهواړه د کور غړي مې شهیدان شوي. زه دلته نهوم، تېره ورځ له ایرانه راغلم او جنازې ته هم ونهرسېدم.»
د غلام دستګیر په څېر د سیاه آب کلي ډېریو اوسېدونکو د خپلو کورنیو غړي له لاسه ورکړي. د خپلو خپلوانو او ټولو شته وو د له لاسه ورکولو غم، د دوی پر اوږدو د غر په څېر دروند دی.
د قربانیانو له خپلوانو عبدالخالق هم وویل:«ټول خلک له منځهتللي دي، له هغو پرته چې په ایران کې وو. هغه کسان چې له کلي بهر تللي وو، ژوندي پاتې دي.»
لسګونه تنه په سیاه آب کلي کې د زلزلې د قربانیانو لپاره د قبرونو د کیندلو په حال کې دي.
د قربانیانو له خپلوانو محمد هم وايي:«موږ دلته د زلزله ځپلو لپاره له ۲۵۰ تر ۳۰۰ قبرونه وکیندل او چمتو دي چې جنازې راوړي او خاورو ته یې وسپارو.»
د ژغورنې د عملیاتو له دوام سره، هرات کې د زلزلې د قربانیانو شمېر شېبه په شېبه په زیاتېدو دی. د سرپناه او د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو نه شتون، د دغو ویرجنو کورنیو ژوند لا ستونزمن کړی دی.
لومړی نظر وکړئ on "زنده جان ولسوالۍ کې د سیاه آب کلي او غلام دستګیر دردونکې کیسه"