ساینس پوهان: پر ځمکه ۷۰۰ میلیونه کاله پخوا لومړی ژوندی مخلوق پیدا شوی

څېړونکي: پر ځمکه ۷۰۰ میلیونه کاله پخوا لومړی ژوندی مخلوق پیدا شوی
څېړونکي: پر ځمکه ۷۰۰ میلیونه کاله پخوا لومړی ژوندی مخلوق پیدا شوی

د کلیفورنیا پوهنتون ساینس پوهانو تائید کړې، چې پر ځمکه ترټولو پخوانی ژوندی مخلوق د جېليفېش (Jellyfish) په څېر یو سمندري ژوی و.

ویل کېږي، چې یاد سمندري ژوی په لومړي ځل ۷۰۰ میلیونه کاله پخوا پر ځمکه پیدا شوی و.

دغه سمندري ژوی د ډیناسورانو له پیدايښت څخه ډېر پخوانی دی.

د ډیناسورانو په اړه ویل کېږي، چې شاوخوا ۲۳۰ میلیونه کاله پخوا پیدا شوي وو.

ساینس پوهان کومې پایلې ترلاسه کړې؟

د بیولوژي د علم پوهان له کلونو راهیسې پر ځمکه کې د لومړي پیدا شوي ژوندي مخلوق په لټه کې دي.

اوس ساینس پوهان دې پایلې ته رسېدلي، چې تر ټولو پخوانی ژوندی مخلوق په دوو ډلو ژویو کې چې یوه یې د سپنج ( (Sponge او بله یې د جېليفېش (Jellyfish) په نوم یادېږي پیدا کولی شي.

لکه څنګه چې معلومه ده دا دواړه ډلې ژوي د ځمکې وچې برخې پورې اړوند نه دي بلکې د لویو سمندرونو د تل ژوي دي.

سپنجونه (Sponges) خپل ټول عمر ځای په ځای یوه سیمه کې تېروي او د سمندر په اوبو ځانونه مړوي.

جېليفېش (Jellyfish) بیا په دې لټۍ خوشحاله نه دی او خپلو خوړو پسې د سمندرونو په تل کې یوخوا بلې خوا ګرځي.

د کلیفورنیا پوهنتون څېړونکو دا موندلې، چې جېليفېش(Jellyfish) ډله ژوي له سپنجونو دمخه پیدا شوي وو.

د سپنجونو د پیداښت زمانه ۶۰۰ میلیونه کاله پخوانۍ ښودل کېږي.

د یاد پوهنتون یو څېړونکی وايي: “جیليفش د ټولو ژویو د نسل یو ګډ نیکه ګڼل کېږي، چې له ۶۰۰ تر ۷۰۰ میلیونه کال پخوا یې ژوند کاوه.”

څېړونکي وايي، دا ستونزمنه ده، چې په سمه توګه پوه شو دا مخلوقات څه ډول ښکاره کېدل ځکه چې دوی تر ټولو د نرم بدن څېښتنان وو او کوم سوچه فوسیل ورنه نه دی پاتې شوی.

د ویانا پوهنتون څخه ډارین شولټز، چې په یاده څېړنه کې یې برخه لرله وايي: “دا کشف به د حیواناتو د پرمختګ په اړه ښه پوهه رامنځته کړي.”

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ساینس پوهان: پر ځمکه ۷۰۰ میلیونه کاله پخوا لومړی ژوندی مخلوق پیدا شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*