سبا جمعه د تورخم دروازه د مسافرو او موټر پرمخ پرانیستل کېږي

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، چې د تورخم دروازه به سبا جمعه، د سپټمبر ۱۵ د سهار په اته نیمو بجو د تګ راتګ پرمخ خلاصه وي. پاکستان د تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې د تورخم دروازه تړلې ده.

تورخم کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکي وايي، سبا جمعه د تورخم دروازه د مسافرو او موټر پرمخ پرانیستل کېږي. دغه لاره نهه ورځې وړاندې د پاکستاني لوري له نښتې وروسته وتړله شوه. تورخم کې د طالبانو کمیسار مفتي عصمت الله یعقوب په همدې اړه له حفیظ الله معروف سره غږېدلی.

لومړی نظر وکړئ on "سبا جمعه د تورخم دروازه د مسافرو او موټر پرمخ پرانیستل کېږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*