د بېوزلۍ له امله په افغانستان او پاکستان دواړو کې د مېوو او سبزیجاتو بازار خراب شوی

په افغانستان کې د تازه مېوو او سبزیجاتو د موسم له رارسېدو سره په کابل کې د “مېوو نړیوال مارکېټ” مسوولان شکایت کوي، چې سږ کال د مېوو او سبزیجاتو د پلور بازار کمزوری شوی.

د دغه مارکېټ مشر اختر محمد احمدي ازادي راډيو ته وویل، چې د کرنیزو محصولاتو په تېره بیا تازه مېوې د کمزوري بازار یو لامل په افغانستان کې د خلکو بې وزلي ده.

نوموړی وایي:

“د کال په دې وخت کې د سبزیجاتو لکه کچالو، رومي بانجان، پیاز، او د میوو لکه انګور، مڼې، شفتالو او د نورو مېوو موسم دی، زموږ مارکېټ ته له مختلفو ولایتونو څخه راځي خو له بده مرغه د بازار وضعیت ډېر خراب دی.”

ښاغلی احمدي همدا شان وايي، چې د افغانستان مېوې تر ډېره پاکستان ته صادرېږي، خو دا چې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت په ټیټېدو دی، هغه مېوې چې دغه هېواد ته صادرېږي، په ټيټه بيه پلورل کېږي.

د ننګرهار ولايت يو بڼوال ذاکر، چې په خپل بڼ کې د شفتالو، زردالو، لیمو او مالټې ونې لري، هم شکايت کوي چې بازار يې ښه نه دی او خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولای.

د بدخشان یو بڼوال د بڼوالۍ پر مهال - ارشیف
د بدخشان یو بڼوال د بڼوالۍ پر مهال – ارشیف

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

“سږ کال حاصلات هم ښه نه وو او د خرڅلاو بازار هم کمزوری دی، خلک پیسې نه لري چې مېوه واخلي، زموږ مصرف ډېر دی، د کارتن او کاریګرو پیسې هم نه شو پوره کولای. سږ کال بازار ډېر خراب دی، موږ تاوان کړی او در په در یوو. “

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار پیکه والی تاییدوي خو وايي، چې د صادراتو په برخه کې جدي ستونزه نشته.

د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل:

“دا سمه ده چې زموږ د مېوو او سبزیو لپاره بازار نشته او کله چې دا مېوې او سبزي رسېږي، ارزانه کېږي خو کله چې بهر ته صادرېږي، بېرته په لوړه بیه په موږ پلورل کېږي، دا ستونزه شته.”

د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړی - خانجان الکوزی
د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړی – خانجان الکوزی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت که څه هم د مېوو د پلور لپاره د بازار موندنې په اړه څه نه وايي، خو ټینګار کوي چې په دې وروستیو کې بهر ته د مېوو صادرات ښه شوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد ازادي راډيو ته وویل:

“په تېرو څلورو میاشتو کې بېلابېلو هېوادونو ته تازه مېوې صادرې شوي چې تر ډېره زردالو، انګور، الو، تازه انځر، هندواڼې، خټکي، ځمکني توت او کېوي په کې شامل دي، بهر ته صادر شوي دي.”

هغه زياته کړه، چې د ٢٣ ميليونه ډالرو په ارزښت دغه صادرات هند، پاکستان، تاجکستان، ترکيې، متحده عربي اماراتو، اتريش، هالنډ، کاناډا او د امريکا متحدو ايالتونو ته شوي دي.

د تازه مېوو او سبزیجاتو د بازار د پیکه کېدو په اړه اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعېت خراب او د پېرولو توان یې کم شوی.

ورسره باغ لرونکي او کروندګر هم تل شکایت کوي، چې تر اوسه د دوی د سبزیجاتو او میوو د ذخیره کولو لپاره معیاري سړې خونې نه شته، چې وکولای شي په ټاکلي وخت کې یې ذخیره او وروسته یې بیا په مناسبه بیه وپلوري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د بېوزلۍ له امله په افغانستان او پاکستان دواړو کې د مېوو او سبزیجاتو بازار خراب شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*