
سخته خوارځواکي؛ د افغانستان ډېری ماشومان له مرګوني ګواښ سره مخ دي
افغانستان کې څه باندې ۹۰ سلنه کوچني ماشومان د خوړو له بېوزلۍ سره مخ دي او شاوخوا ۱٫۴ مېلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مړینې له جدي ګواښ سره مخ دي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) خوارځواکي په افغانستان کې یو له جدي بشري کړکېچونو بللې ده.
د یوه ناروغ ماشوم مور دیانا طلوعنیوز ته وايي:«ونه توانېدم چې ماشوم مې تغذیه کړم او یا ځان تغذیه کړم. ونه توانېدم چې دا له خپل بل ماشوم سره په یو وخت تغذیه کړم؛ ښه خواړه مو نه درلودل، له شیدو مې جلا کړ، په خوارځواۍ اخته شو.»
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) افغانستان د ماشومانو د خوړو د کمښت د کچې له پلوه څلورم هېواد بللی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې ۹۰ سلنه کوچني ماشومان د خوړو له کمښت مخ دي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ د ګډو ګټو د هېوادونو او د بریتانیا د پراختیايي پروګرام په ملاتړ د «افغانستان لومړني خواړه» په نوم پروګرام پیل کړی، چې موخه یې له دوو کلونو د کم عمره ماشومانو د خوړو رژیم ښه کول، د خوړو او تغذیې سیسټمونو کې بدلون راوستل او د ماشومانو د خوراکي بېوزلۍ پای ته رسول دي، څو په ټول هېواد کې له ۱٫۷ مېلیونه ماشومانو سره مرسته وکړي.
په افغانستان کې د یونیسف رییس تاجالدین اویوالي وايي:«موږ د ماشومانو د حساسو خوړو د سیسټمونو له لارې له کالوري څخه تغذیې ته تمرکز کوو او د دې پرځای چې یوازې د خدمتونو له لارې خوارځواکۍ ته رسېدنه وکړو، موږ اوس هغو اصلي خوړو ته لومړیتوب ورکوو چې کوچني ماشومان یې خوري. دا هر اړخیزه کړنلاره په افغانستان کې د خوارځواکۍ او بېوزلۍ د دورې د ماتولو یوازینۍ دوامداره لار ده.»
په افغانستان کې د یونېسف ویاند امیدالرحمن فاضل وویل:«د دې پروګرام موخه په افغانستان کې د خوړو د بېوزلۍ د پای ته رسولو هڅه ده، او یونېسف ۱٫۷ مېلیونه ماشومان په ۳۴ ولایتونو کې تر پوښښ لاندې نیولي دي. سربېره پر دې، دغه پروګرام کورنۍ هڅوي چې د خپلو امکاناتو په کچه له مقوي کورنیو خوړو څخه د خپلو ماشومانو د خوړو فقر د مخنیوي لپاره ګټه واخلي.»
په افغانستان کې د بریتانیا شاژدافېر رابرټ چټرټن ډيکسن هم څرګندوي:«موږ مرستندویو همکارو ادارو او ټولنو ته بلنه ورکوو، چې د یونېسف له دې نوښت سره یوځای شي، څو د کوچنیو ماشومانو لپاره د دوی د ژوند په لومړیو مهمو کلونو کې متنوع او اړینو خوړو ته لاسرسی برابر شي.»
ډاکټر محمد عارف حسنزی په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«اصلي کار دا دی هغه کورنۍ چې پهکې ماشوم ژوند کوي، باید اقتصادي حالت یې ښه وي. له دې موقعې استفاده کوم چې نړۍوالې موسسې او هغه ادارې چې په ځانګړې توګه د ماشومانو په تغذیه کې کار کوي، باید خپل فعالیتونه زیات کړي او خپلو مرستو ته دوام ورکړي. دوی باید له هغو کورنیو سره مرستې وکړي، چې ماشومان یې له خوارځواکۍ سره مخ دي، تر څو نه یوازې ناروغه ماشومان؛ بلکه د کورنۍ نور ماشومان هم له دې ناروغۍ څخه وژغورل شي.»
د یونېسف ماشومانو د تغذیې د بېوزلۍ راپور د ۲۰۲۵ کال د شمېرو له مخې، ۳٫۵ مېلیونه کوچني ماشومان په شدید ډول کم وزن لري، چې له دې ډلې ۱٫۴ مېلیونه یې د مرګ له خطر سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اوونۍ یکشنبې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، روغتیا نړۍوال سازمان، د خوړو نړۍوال سازمان، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په یوې ګډه اعلامیه کې د ماشومانو او ښځو د تغذیې له ناورین سره د مبارزې لپاره د همغږو او زړورو اقداماتو غوښتنه کړې او په ډاګه یې کړه چې په افغانستان کې په هرو لسو ښځو کې څلور یې پر خوارځواکۍ اخته دي او په هرو لسو ماشومانو کې نهه یې د خوړو له کمښت سره مخ دي.
لومړی نظر وکړئ on "سخته خوارځواکي؛ د افغانستان ډېری ماشومان له مرګوني ګواښ سره مخ دي"