پوځ وايي د ژوب پر چاوڼۍ برید کې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۹ ته رسېدلی دی

سرتېرو

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې پر چاوڼۍ د وسلوالو په برید او وروسته په نښته کې د وژل شویو سرتېرو شمېر نهه ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر ۱۲مه شپې شاوخوا دوه بجې یوشمېر وسلوالو پر چاوڼۍ برید وکړ چې تر هغې وروسته یې له پوځیانو سره نښته پیل شوه.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جولای ۱۲مې پر ماښام په بیان کې ویلي دي چې په نښته کې یې پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي.

په بیان کې راغلي دي چې پینځو ژوبلو سرتېرو په روغتون کې سا ورکړه چې ورسره د وژل شویو پوځیانو شمېر نهه ته لوړ شو.

د پوځ بیان زیاتوي چې د پاتې وسلوالو له وژلو سره په چاوڼۍ کې تصفیوي عملیات پای ته رسېدلي دي.

ای اېس پي ار تر دې څو ساعته مخکې په بیان کې ویلي ول چې په ژوب چاوڼۍ کې یې درې مشکوک وسلوال وژلي دي او د پاتې دوو د نیولو هڅې کوي.

په هغه بیان کې راغلي ول چې په پېښه کې څلور سرتېري وژل شوي او “پینځه سخت ژوبل” ول.

د پوځ تر هغه بیان مخکې په سیمه کې استخباراتي چارواکو مشال راډيو ته ویلي ول چې له ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې وسلوالو پر چاوڼۍ برید وکړ. د دوی په خبره، وسلوالو د پوځیانو وردي یا جامې اغوستې وې.

د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې ده.

د ژوب انتظامي مشر محمد عظیم کاکړ د جولای پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو شپې ناوخته پر چاوڼۍ حمله وکړه چې تر هغې وروسته امنیتي سرتېرو ځوابي کاروايي وکړه او تر “ډېره وخته ډزې روانې” وې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پوځ وايي د ژوب پر چاوڼۍ برید کې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۹ ته رسېدلی دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*