سرپل: په يوه ترافيکي پېښه کې ۲۵ کسان مړه شوي

آرشيف انځور: په بلخ کې ترافيکي پېښه
آرشيف انځور: په بلخ کې ترافيکي پېښه

د افغانستان په شمال کې د يوه ترافيکي پیښی چی یو مني بس د چپه کيدو له کبله ۲۵ کسان مړه شوي دي. د پېښې اکثريت قربانيان ښځې او ماشومان دي.

په سرپل ولایت کې د پوليسو يوه ویاند د چهار شنبې په ورځ وويل چې په پېښه کې ۲۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی چې نهه ماشومانو او دولسو ښځې هم پکې شاملې دي.

زياته شوې چې پېښه د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ په غرنۍ سيمه کې پر يوه خامه سړک رامنځته شوې ده. دغه کسان چې له يوه واده څخه راستانه شوي ول له صياد ولسوالۍ څخه يوې بلې سيمې ته پر لاره ول.

په سرپل ولايت کې د طالبانو د پولیسو وياند دين محمد نظري د پېښې پړه پر موټر چلوونکي ور واچوله. نوموړي وويل چې مني بس د موټر چلوونکي د بې غورۍ له کبله ژورې کندې ته لويدلی دی. نظري دا ونه ويل چې آیا په پېښه کې څوک ژوندي هم پاته شوي او که نه.

اړونده موضوع: بغلان؛ ترافیکي پېښه کې شپږ کسه مړه شوي دي

په افغانستان کې تل ترافيکي پېښې رامنځته کيږي چې اصلي علت یې د سړکونو ناوړه وضعيت او پر لویو لارو د موټر چلوونکي بې احتياطي بلل کیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سرپل: په يوه ترافيکي پېښه کې ۲۵ کسان مړه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*