سرګي لاوروف: «طالبان» په افغانستان کې ریښتینی ځواک دی

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اوس اوس ویلي چې «طالبان» په افغانستان کې ریښتینی ځواک دی او مسکو غواړي چې هغوی د ترهګرو ډلو له نوملړه بهر کړي.

د سرګي لاوروف په خبره، د ملګرو ملتونو امنیت شورا طالبان د ترهګرې ډلې په توګه نه‌دي اعلان کړي او له ۱۲ تر ۱۵ پورې کسان يې په نوملړ کې شامل دي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې:«طالبان هغه کسان دي چې په افغانستان کې ریښتینی ځواک لري، د چین د خلکو جمهوریت په څېر، موږ هېڅکله خپل سفارت هلته نه‌دی تړلی. قزاقستان په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې، د ترهګرو ډلو له نوملړه يې وباسي او موږ به هم ورته کار وکړو. موږ په مرکزي اسیا کې د خپلو متحدینو په څېر افغانستان ته اهمیت ورکوو.»

په همدې حال کې ذبیح‌الله مجاهد د روسيې دغه ګام ستايي او زیاتوي چې، اسلامي امارت د روسيې په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښه تعامل غواړي.

ښاغلي مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل:«موږ د روسیې دا ګام ستایو او غواړو چې ژر تر ژره عملي شي. افغانستان د روسیې په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.»

په مسکو کې د اسلامي امارت سفارت مستشار عبدالله یاسر وايي:«اسلامي امارت د روسیې له فدراسیون سره ښې اړیکې لرلې او په دواړو هېوادونو کې سفارتونه پرانیستي دي. د اسلامي امارت پلاوی هم د ټولو هېوادونو په توګه د روسیې نړۍوالو بېلابېلو فورمونو او غونډو ته بلل کېږي.»

د سیاسي چارو ځینې شنوونکي په دې باور دي چې له تور نوملړه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونو ایستل د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره مهم ګام دی.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:«د روسیې له دغه اقدام سره په نړیواله ډپيلوماټیکه کچه د اسلامي امارت ځای ځایګی پیاوړی کېږي او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لامل کېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی عبدالحق حماد هم څرګندوي:«له نړۍ په ځانګړې توګه له زبرځواکو سره نږدېوالی د دې لامل کېږي چې د افغانستان پر وړانډې تړلې دروازې هم پرانیستل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د ۲۴ چارواکو نومونه لا هم د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په نوملړ کې دي.

د روسيې ځانګړي استازي ټاس خبري اژانس ته ویلي، مسکو د اسلامي امارت چارواکو ته بلنه ورکړي چې راتلونکې میاشت په سن پیټرزبورګ کې په یوه مهم اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.

منبع

3 Comments on "سرګي لاوروف: «طالبان» په افغانستان کې ریښتینی ځواک دی"

  1. زه د کابل اوسدنکی یم زه غواړم چی خپل ژوند په کانادا کی پیل کړم او هلته کار وکړم ترسو خپل ژوند جوړ کړم

  2. زه د کابل اوسیدنکی یم زه غواړم چی په کانادا کی خپل ژوند پیل کړم او هلته کار وکړم

  3. په افغانستان کی وضیت خراب دی په افغانستان کی امنیت نشته زه غواړم چی کانادا ته ولاړ سم او هلته خپل ژوند پیل کړم ترسو خپل ژوند ښه ارامه تیر کړم

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*