سعودي ته د میسي سفر؛ پر لوبېدو یې دوه اونۍ بندیز ولګېد

سعودي ته د میسي سفر؛ پر لوبېدو یې دوه اونۍ بندیز ولګېد
سعودي ته د میسي سفر؛ پر لوبېدو یې دوه اونۍ بندیز ولګېد

د فرانسې پاریس سان جیرمان د ارجنټاین فوټبال لوبډلې پر کپټان لیونیل میسي سعودي عرب ته د سفر له کبله د دوو اونیو لپاره د لوبېدو بندیز لګولی او وايي چې د دې سفر لپاره یې له لوبډلې اجازه نه وه اخیستې.

سعودي ته د میسي سفر د لوریان پر وړاندې د پاریس لوبډلې تر ماتې وروسته ترسره شوی چې د یوه ګول په بدل کې یې په دریو ګولونو ماتې ورکړه.

د یادې سزا پربنسټ، ۳۵ کلن میسي به پخپله لوبډله کې نه لوبېږي او د بندیز پرمهال به د لوبډلې په تمریناتي لوبو کې هم ګډون نه کوي.

د رپوټ له مخې، سعودي ته د سوداګریزو چارو ترسره کولو لپاره له لوبډلې اجازه غوښتې وه، خو کله چې اجازه ورنه کړل شوه، پخپل سفر او د لوبډلې له خبرولو پرته یې سفر وکړ.

په پام کې ده چې د وروستي نړیوال جام ګټونکی دغه ارجنټاینی لوبغاړی روان اوړی له فرانسې لوبډلې سره خپل تړون پای ته ورسوي. دی د اسپانیا له بارسلونا څخه پاریس لوبډلې ته په ورتلو دوه کاله دې لوبډله کې پاتې شو.

د برشلونه مرستیال مشر رافایل یوسټي په مارچ کې ویلي وو‌چې د کتلونیا لوبډلې له میسي سره (کمپ نو) لوبغالي ته د ستنېدو په اړه اړیکه نیولې وه.

میسي د پاریس سان جرمن لوبډلې یونیفورم کې ۷۱ لوبې وکړې او ۳۴ هدفونه یې وګټل.

په‌ پام کې ده چې میسي به دوه اونۍ له دې لوبډلې لیرې پاتې شي.‌

پاریس سان جرمن پر دې اند دی چې د میسي په حق کې یې د نه لوبېدو پرېکړه کاملاً طبیعي ده، ځکه هغه په داسې یوه ورځ چې باید له خپلې لوبډلې سره وای، څو میله لیرې تللی و.

ښکاره ده چې د پاریس جرمن مینه وال به میسي نور ونه غواړي او طبیعي ده چې د هغه تړون به هم نور ونه غځول شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سعودي ته د میسي سفر؛ پر لوبېدو یې دوه اونۍ بندیز ولګېد"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*