سږ کال د هند کرېکټ غوره لیګ ته ۷ افغان لوبغاړي غوره شول

5
2

د هند غوره لیګ (آی پي اېل) چې هر کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د کرېکټ غوره لوبغاړي راټولوي، سږ کال یې د ۲۰۲۵ کال سیالیو لپاره ۷ افغان لوبغاړي غوره کړل.

په دغو لوبغاړو کې راشد خان د ۱۸ کروړه هندي کلدارو (۲،۱۳ میلیون امریکايي ډالر) په بدل کې او کریم جنت ۷۵ سوه زره (څه باندې ۸۸ زره امریکايي ډالر) ګوجرات لوبډلې ، نور احمد لکڼوال د ۱۰ هندي کروړه (۱،۱۸ میلیون امریکايي ډالر) په بدل کې  چینای لوبډلې، عظمت الله عمرزی د ۲.۴ کروړه هندي کلدارو (څه باندې ۲۸۴ زره امریکايي ډالر) په بدل کې پنجاب لوبډلې، رحمان الله ګربز د ۲ کروړه هندي کلدارو ( څه باندې ۲۳۶ زره امریکايي ډالر) په بدل کې کلکتې لوبډلې، فضل حق فاروقي هم د ۲ کروړه هندي کلدارو (( څه باندې ۲۳۶ زره امریکايي ډالر) په بدل کې راجستان لوبډلې او الله محمد غضنفر د ۴،۸ کروړه هندي کلدارو (څه باندې ۵۶۸ زره امریکايي ډالر) په بدل کې ممبي لوبډلې وپېرل.

د ۲۰۲۵ کال د هند غوره لیګ بولۍ ته شاوخوا ۱۶ افغان لوبغاړي وړاندې شوي وو.

دغه بولي تېره شپه (دوشنبه) پاېته ورسېده خو ښايي ځینې لوبغاړي د اړتیا پر مهال د سیالیو په وخت کې غوره شي او لوبو ته ور وغوښتل شي.

    د هند د کرېکټ بورډ د معلوماتو لمخې د ۲۰۲۵ کال د هند غوره لیګ به د مارچ میاشتې په ۱۴مه پیل شي چې تر می میاشتې به دوام وکړي.

د دغو معلوماتو پر بنسټ، سږ کال د هند کرېکټ بورډ د راتلونکو درېیو کلونو د غوره لیګ نېټې وار له مخه اعلان کړې دي.

کرېکټ مبصرینو د وختي اعلان لامل سوداګریز تړونونه او لوبغاړو سره د راتلونکو سیالیو لپاره په ښه پلان جوړولو کې مرسته ده.

د یادونې ده چې د ۲۰۲۴ زیږیز کال د هند غوره لیګ یا (آی پي اېل) ګټوونکې لوبډله کلکته وه چې په ۲۰۲۵ کې به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سږ کال د هند کرېکټ غوره لیګ ته ۷ افغان لوبغاړي غوره شول"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*