سکاټلنډ کې افغان محصلانې: کاش زموږ غوندې د افغانستان ټولې نجونې د لوړو زدکړو ارمان ته ورسېږي

Loading

افغانستان له تړلو پوهنتونونو زرګونه کیلومتره لرې یوه ډله افغانې محصلانې
په سکاټلنډ کې پوهنتون ته روانې دي. دوی تازه د لوړو زدکړو د هغه ارمان په
پوره کولو پسې راغلې چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې په خپل وطن کې
ترې منع کړای شوې وې.
د
درس په لومړۍ ورځ مې دغه پنځه محصلانې د سکاټلنډ په ‘ډنډي’ سیمه کې د دوی
تر پوهنتونه بدرګه کولې چې راته ووایي، له محدودیتونو لرې په یوه بهرني
هېواد کې د طب په برخه کې د لوړو زدکړو پیل ورته څنګه دی.مختلف ولایتونه خو یو ګډ ارمانپنځه
افغان محصلانې په رنګارنګ کالیو کې سهار وختي ټيکري پر سر، بکسونه په اوږه
له لېلیې راووتلې. پر مخونو یې موسکا وه او چابکې د خپل پوهنتون پر لور
روانې وې.له
ډلې یې مژده اقبال راته وویل، “زه نن ډېره خوشاله یم چې له درسونو نه مې
دوه کاله لرې والي وروسته بېرته خپلو زدکړو ته دوام ورکولای شم او پوهنتون
ته روانه یم.”محصلانېد عکس تشریح، پنځه واړه محصلانې سهار وختي تر دوه کلن ځنډ وروسته لومړۍ ورځ پوهنتون ته پر لاره دي.بي
بي حاجره ساپۍ بیا ویل، “زه د کابل مورا پوهنتون په اتم سمستر کې وم،
ازموینې مو وې چې پوهنتون مو وتړل شو. په خیال او ګمان کې مې هم نه وه چې
موږ به د بریتانیا په یوه بهترین پوهنتون کې لوړې زدکړې کوو او خپلو
ارمانونو ته به رسېږو، دا موږ ته ډېر د خوشالۍ او ویاړ ځای دی.”دغه
محصلانې وايي‌ چې له ماشومتوبه په درسونو کې تکړه وې او د کورنیو ملاتړ
داسې ورسره و چې هېڅ کوم کلتوري یا دودیز خنډ یې نه پرېښوده چې د دوی د
لوړو زدکړو مخه ونیسي.که
څه هم دوی د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو دي خو یو ارمان یې سره مشترک و
چې په سکاټلنډ کې یې سره یو ځای او ملګرې کړې. د طب په برخه کې لوړې زدکړې
کول.دوی دې هیلې ته د رسېدو لپاره د کابل په مختلفو شخصي پوهنتونونو کې د طب محصلانې وې چې پوهنتونونه یې وتړل شول.خاطره
امین وايي، “موږ په بېلابېلو سمسترونو کې وو، زه په خپله اووم سمستر کې وم
او نږدې وه چې ډاکټره شم او خپلې ټولنې او خلکو ته خدمت وکړم. خو له بده
مرغه پوهنتونونه وتړل شول او و نه توانېدم چې درسونو ته دوام ورکړم.”شاوخوا
دوه کاله مخکې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ښځينه محصلانو پر مخ
پوهنتونونه وتړل نو دغه پنځه زدکړیالانې هم له منځنیو او لوړو زدکړو د منع
شوو میلیونونو افغان نجونو غوندې زړه‌ماتې شوې.خو همت یې ونه بایلود، په کور کې یې زدکړو ته دوام ورکړ او د بهرنیو بورسونو په لټه شوې.”د هغې ورځې په هیله چې د فراغت په کالیو کې راووځم”محصلانېد عکس تشریح، بریتانیا
ته تازه رسېدلو ۱۹ افغان ښځينه محصلانو د ‘ډنډي’ په ګډون د سکاټلنډ په
څلورو بېلابېلو پوهنتونونو کې د طب پوهنځی پیل کړی دی.
تېره سې شنبه د سپټمبر ۱۷مه د سکاټلنډ په ‘ډنډي’ پوهنتون کې په خپل ټولګي کې د دغو پنځو نجونو لومړۍ ورځ وه.له پوهنتون رخصتېدو وروسته مې وپوښتلې چې له نوو هیلو سره ورته په یوه نوې ټولنه کې د نوي درسي نصاب تجربه څنګه وه؟بي
بي حاجره ساپۍ وویل، “ډېره ښه ورځ وه، تقریباً درې کاله وروسته بېرته په
صنف کې کېناستو. د اناتومي درس مو ووایه چې ځینې برخې یې موږ وار له مخه
کابل کې ویلې دي. نورو ټولګیو کې به نوي شیان وي خو ډېر ښه احساس مو درلود
چې درسونه مو بېرته پیل شول.”عارفه
وحدت راته وویل، “موږ له اوږدې مودې د دې ورځې په تمه وو چې بېرته درسونه
پیل کړو. دا یوه جلا تجربه وه، ځکه چې نوی درسي نصاب او ټولګی دی. ډېر
راته په زړه پورې و. د هغې ورځې په هیله چې له همدې ودانۍ د فراغت په کالیو
کې راووځو. خولۍ هوا ته وشړو او د ډاکټرې په توګه د خپلې ټولنې خدمت
وکړو.”دا
د افغانستان له میلیونو نجونو یوازې پنځه او په ټوله کې ۱۹ هغه دي چې د
لوړو زدکړو ارمان ته په رسېدو دي خو تر دوی هاخوا په دغه هېواد کې د
طالبانو حکومت له تېرو شاوخوا درو کلونو راهیسې میلیونونه افغان نجونې له
اووم ټولګي‌ پورته ښوونځيو نه منع کړې او د لسګونه زره ښځينه محصلانو پر مخ
یې د پوهنتونونو دروازې تړلې دي.’لېنډا نورګرو’ بنسټلېنډا نورګرو

د عکس سرچینه، Linda Norgrove Foundation

د عکس تشریح، ‘لېنډا
نورګرو’ هغه بریتانوۍ خیریه کارکوونکې وه چې په ۲۰۱۰ کې په افغانستان کې
تر تښتول کېدو وروسته د ژغورنې عملیاتو پر مهال ووژل شوه.
دغه پنځه نجونې د هغو ۱۹ افغان ښځينه محصلانو له ډلې دي چې په تېره اګست میاشت کې د ‘لېنډا نورګرو فاونډېشن’ په نوم د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ سکاټلنډ ته راوستل شوې.دا
بنسټ د ‘لېنډا نورګرو’ په نوم د هغې بریتانوۍ خیریه کارکوونکې په یاد جوړ
شوی چې په ۲۰۱۰ کې په افغانستان کې تر تښتول کېدو وروسته د ژغورنې عملیاتو
پر مهال ووژل شوه.هغه ۱۹ زدکړیالانې د سکاټلنډ پر څلورو بېلابېلو پوهنتونونو ویشل شوې دي او له ډلې یې دغهپنځه محصلانې اوس د سکاټلنډ په ‘ډنډي’ پوهنتون کې پر طبي زدکړو بوختې دي چې د بریتانیا له غوره پوهنتونونو حسابل کېږي.یوه پاتې هیلهمحصلانېد عکس تشریح، دوی
وايي چې هره شېبه خپلې ټولګیوالې او د افغانستان نورې نجونې سترګو ته ورته
درېږي چې کاش هغوی ته هم یا په کور دننه او یا بهر د زدکړو زمینه برابره
شي.
دغه پنځه زدکړیالانې تر رخصتۍ وروسته په یوه چمن کې پيتاوي ته کېناستې او درسونه یې سره تکرارول خو لا یې هم یوه هیله پر زړه ورېده.ویل
یې چې هره شېبه خپلې ټولګیوالې او د افغانستان نورې نجونې سترګو ته ورته
درېږي چې کاش هغوی ته هم یا په کور دننه او یا بهر د زدکړو زمینه برابره
شي.مژده
اقبال وايي، “دا دی موږ وتوانېدو چې خپلو پاتې زدکړو ته په بریتانیا کې
دوام ورکړو خو ای کاش، زموږ په هېواد کې هم له زدکړو پاتې نجونو ته دا
زمینه برابره شي چې خپلو زدکړو ته دوام ورکړي او خپلو ارمانونو ته ورسېږي.”پر
افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې په شاوخوا شلو کلونو کې هر کال
زرګونه ښځينه محصلانې په بېلابېلو برخو کې پر لوړو زدکړو بوختې وې، له
مختلفو پوهنځيو فارغېدې او سلګونه هغو بهرني بورسونه ترلاسه کول. خو اوس له
تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې هغه لړۍ درېدلې او یوازې کم شمېر ښځينه
محصلانو ته په ځینو ولایتونو کې د قابلګۍ او نرسنګ په څېر برخو کې د نیمه
لوړو زدکړو اجازه شته.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سکاټلنډ کې افغان محصلانې: کاش زموږ غوندې د افغانستان ټولې نجونې د لوړو زدکړو ارمان ته ورسېږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*