سېلابونو په غور او فاریاب کې هم ناورین رامنځته کړ

په غور او فاریاب ولایتونو کې د ویجاړونکو سېلابونو د راتلو له امله ۷۰ تنو ژوند بایللی دی.

په دغو سېلابونو کې زرګونه کورونه، سلګونه هټۍ او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه له‌منځه تللې او په زرګونه څاروي یې هم له‌منځه وړي دي.

د غور ځايي مسوولان وايي چې، د دغه ولایت لس اوسېدونکي ورک دي او د سېلابونو له امله د زیانونو د ډېرېدو احتمال شته.

بل پلو ویجاړونکو سېلابونو د غور جام منار شاوخوا هم نیولې او د دې اته سوه کلنې ابدې ویجاړېدو اندېښنې لامل شوی دی.

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس وايي:«په دغو سېلابونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۰ تنو ژوند بایللی او یو شمېر ورک هم دي. دوه زره کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او څه باندې څلور زره نور کورونه په قسمي توګه ویجاړ شوي او همدارنګه د دغه ولایت په مرکز او ولایتونو کې دوه زره او ۵۰۰ هټۍ ویجاړې شوې دي.»

د فیروز کوه ښار څنډو کې ویجاړونکو او مرګونو سېلابونو د شهرک، دولینه او تیورې ولسوالۍ هم ځپلې دي. د هرات – غور لویه لار او فیروز کوه ښار ته غځېدلې لارې هم ویجاړې او بندې شوې دي.

بې‌سرپناه خلک په بد وضعیت کې ژوند کوي.

د فیروز کوه ښار اوسېدونکی نظرمحمد طلوع‌نیوز ته وايي:«دغو سېلابونو موږ ته جامې او یوه نمړۍ ډوډۍ نه‌ده پرېښې. لس افغانیو ته احتیاج شوی یم. دلته دوه کورنیو ژوند کاوه دواړه کورونه یې له‌منځه وړي دي.»

د فیروز کوه ښار بل اوسېدونکی عبدالحی هم څرګندوي:«بڼ، کور، ژوند او هر څه مو له لاسه ولاړل. هېڅ شی هم روغ نه‌دي پاتې، حتا زموږ د خوړولو ډوډۍ هم سېلاب یوړه. سېلابونو کوهي یې له‌منځه وړي او د څښاک اوبه نه‌لرو.»

په فاریاب کې هم د مرګونو سېلابونو له امله ۱۸ تنو ژوند بایللی دی. دغو سېلابونو د فاریاب او سرپل ولایتونو اوسېدونکو  ته هم پراخ مالي زیانونه ته اړولي دي.

د فاریاب د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي:«په فاریاب ولایت کې ځواکمن سېلاب تر ډېره په بلچراغ، پښتون‌کوټ، خیبر، قیصار او المار ولسوالیو کې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي. په دغو سیېلابونو کې ۱۸ تنه شهیدان شوي او دوه تنه هم ټپيان شوي دي.»

د سرپل د والي ویاند حبیب الله مسرور هم څرګندوي:«د کوهستاناتو ولسوالۍ په خوال او قلعه شهر کلیو کې څه باندې ۶۰ کورونه په بشپړ او قسمي توګه ویجاړ شوي دي. په لسګونه هټۍ او په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم له‌منځه تللې ده.»

وروستي سېلابونه د هېواد ډېری برخو په ځانګړي توګه غور کې کم ساري بلل شوي دي.

په همدې حال د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې سبا یکشنبه په هرات، فراه، غور، بادغیس، بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، کاپیسا، پروان، بامیان، فاریاب، جوزجان او سمنګان کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سېلابونو په غور او فاریاب کې هم ناورین رامنځته کړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*