چارواکي: د شاه او عروس په بند کې په بشپړه کچې اوبه زېرمه شوي

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطلیف منصور وايي چې دم‌کړۍ د شاه او عروس په بند کې په بشپړه کچې اوبه زېرمه شوي چې کابل ته ولېږدول شي.

ښاغلي منصور له طلوع‌نیوز سره په مرکه کې زیاتوي چې زېرمه شوې اوبه کولای شي چې په پلازمېنه کې د ۲۰ زره کورنیو اړتیاوې پوره کړي.

عبدالطیف منصور وايي:«موږ د شاه او عروس بند بشپړ کړ او اوس هلته اوبه زېرمه شوي، که‌چېرې د اوبو رسونې شرکتونه متوجه شي کولای شو چې هغه اوبه ورسوي، موږ هغه زېرمه کړي او کولای شو چې له هغې د شل زره کورنیو لپاره استفاده وکړو.»

ورته مهال، د دغه وزارت سرپرست د پنجشېر د سیند اوبو د لېږد پروژې د وروستي کېدو خبر ورکوي او زیاتوي چې په دې برخه کې د پانګونو د جلبولو لپاره یې له ځینو بهرنیو او کورنیو بنسټونو سره ناستې کړې دي.

ښاغلی منصور وایي چې د شاتوت د پروژې د کار د پیلېدو په تړاو له یوه بهرني پانګوال سره هم خبرې شوي او زیاتوي ټاکل شوې چې دغه پانګوال ډېر ژر خپل کار پېل کړي.

عبدالطیف منصور وايي:«د پنجشېر د هغې (د اوبو رسونې پروژې) ډيزاین بشپړ شوی، ځينې کورني پانګوال دي او ځينې یې بهرني، یوې یا دوه موسسو له موږ سره ژمنه کړې او اسلامي امارت هم ورته بودیجه په پام کې نیولې ده، ډیزاین یې بشپړ شوی او په عملي بڼه به یې کار پېل شي.»

بل پلو، د اقتصادي چارو ځیني شنوونکي په بېخ بنایي او د اوبو د بندونو په برخو کې د پروژو پېلېدل د هېواد په ګټه ګڼي.

د اقتصادي چارو شنوونکی نصیر رښتیا وویل:«کولای شو چې د افغانستان له خپلو کورنیو سرچینو هم انرژي تولید کړو، د هغه ترڅنګ کولای شو خپلې اوبه مدیریت کړو، چې هم کولای شو د کرنې په برخه کې ترې استفاده وکړو او هم د هېوادوالو د صحي څښاک اوبو په برخه کې، په ځانګړې توګه کولای شو چې کابل مېشتو ته ښه کارونه ترسره کړو.»

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د پلازمینې اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې د اوبو له کمښت سره به مخ نه‌شي ځکه چې د اوبو پراخه سرچینې په واک کې لري او ټینګار کوي چې که‌چېرې په هېواد کې ورښتونه زیات شي، له دغو بندونو به د اوبو د لېږد اړتیا نه‌وي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "چارواکي: د شاه او عروس په بند کې په بشپړه کچې اوبه زېرمه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*