شري لنکا سره لوبلړۍ ته افغان لوبډله؛ څوک په کې دي؟

د افغانستان کرېکټ بورډ‌ د لوبغاړو غوراوي کمېټې شري لنکا سره د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ لپاره لوبډله اعلان کړه.

کرېکټ بورډ ویلي، چې دا ځل لوبډلې ته چټک توپ اچوونکی عبدالرحمن رحماني وراضافه شوی خو ګلبدین نایب، یمین احمدزی، ضیاءالرحمن اکبر او شاهدالله کمال چې د شري لنکا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو د تېرې لوبلړۍ غړي وو، دا ځل له لوبډلې سره د احتیاطي لوبغاړو په توګه ملتیا کوي.

حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه زرمتی (مرستیال لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز (وېکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، نور احمد لکڼوال، عبدالرحمن رحماني، فضل الحق فاروقي او فرید احمد ملک هغه لوبغاړي چې د شري لنکا پر وړاندې سیالیو لپاره لوبډله کې اخیستل شوي.‌

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف ویلي،‌ “دا ښه خبره ده چې څو ځوانو لوبغاړو ته په لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی. نړیوال جام ته زموږ تیاری له وړاندې پیل شوی دی او پوره هڅه کوو چې د لوبډلې یو ښه جوړښت او توازن برابر کړو او په ښه توګه یې یادو سیالیو ته تیاره کړو.

Cricket

د افغانستان او شري لنکا ترمنځ سیالۍ به د مهالوېش له مخې د راتلونکې جون میاشتې پر ۲مه، ۴مه او ۷مه نېټه د شري لنکا په همبانټوټا نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د یادونې ده چې د شری لنکا کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو ته د لاره موندنې (سوپر لیګ) د سر اتو لوبډلو کې نه ده راغلې او د نړیوال جام سیالیو ته رسېدو لپاره باید د غوراوي پړاو لوبو کې برخه واخلي.‌

خو د افغانستان کرکټ ملي لوبډله، چې د سوپر لیګ نوملړ کې اوم ځای لري، وار له مخه د نړیوال جام سیالیو ته وتلې او په غوراوي پړاو سیالیو کې د لوبېدو اړتیا نلري.

د یادونې ده چې دا به په شپږو میاشتو کې دویم ځل وي چې د شري لنکا کرکټ بورډ دریو یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب کوي.

افغان لوبډلې د تېر کال نومبر میاشت کې شري لنکا ته سفر کړی او هلته یې د کوربه لوبډلې پر وړاندې درې نړیوالې یوورځنۍ سیالۍ ترسره کړې.

هغو سیالیو کې یوه لوبه افغانستان او یوه شري لنکا ګټلې او یوه د باران له کبله بې پایلې اعلان شوې وه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "شري لنکا سره لوبلړۍ ته افغان لوبډله؛ څوک په کې دي؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*