شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات; د پاکستان پوځ وایي ۱۲ وسله وال یې وژلي

د رپوټو له مخې د پاکستان پوځ دغه عملیات د چهارشنبه پر ورځ په شمالي قبایلي سیمه لکي مروت کې کړي چې د پوځي سرچینو په وینا هلته یې د وسله والو پتنځای یوې اوونۍ راهیسې د څارګرو تر څار لاندې وو.

رسنیو ته د پاکستان پوځ استولې وینا پاڼه کې لیکلي چې د خیبر پښتونخوا شمالي لوېدیځه دغه سیمه له وړاندې د وسله والو د فعالیت په مرکز بدله شوې وه.

د پوځ په اعلامیه کې دا هم راغلي چې له یاد پټنځای څخه یې وسلې او چاودېدونکي توکي هم تر لاسه کړي.

ډیورنډ کرښې ته څېرمه قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ دغه لومړني عملیات وروسته له هغې کېږي چې په تېر نومبر کې د پاکستاني طالبانو تحریک له حکومت سره اوربند مات کړ.

د خیبرپوښتونخوا په مرکز پېښور کې تېره اوونۍ په یوه جومات له خونړي برید وروسته حالات ترینګلي شوي او پاکستان یې پړه ټي ټي پي ور اچوي خو دغې ډلې بیا په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي.

له یادې پېښې وروسته د خیبرپښتونخوا په ډېرو برخو کې لویې ولسي غونډې هم ترسره شوې چې ګډون والو یې پوځ او د هغوی له ملاتړه برخمنې وسله والې ډلې ددې ډول بريدونو مسئول ګڼل.

خو پوځ دغه ډول تورونه بې ځایه ګڼي.

منظور پښتین

په دې منځ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان په حکومت او پوځ تور پورې کړ چې دا ډول پېښې یې له خپله لاسه دي چې یو ځل بیا په سیمه کې پوځي عملیاتو او د ده په ټکو ” د خلکو کړولو” ته لاره هواره کړي.

ښاغلي پښتین همدا پرون “سه شنبه” هم په دې اړه خپاره کړي بیان کې پاکستاني واکمنو او پوځ ته په اشارې ویلي، ” د جنګ او فساد منصوبه جوړ وه خو د پښتون قام ولسي مزاحمت له کبله هغه پالیسۍ دوی سمې نشي عملي کولای، ولسي مزاحمت ورته بار بار خنډ جوړیږي.”

نوموړی وایي که “ولسي مزاحمت نه وی نو نن به حالات تر دې ډیر زیات خراب وی.”

د منظور پښتین په وینا دا ډول ولسي غونډې او مزاحمتونه به جاري ساتي او د هغو سیمو له خلکو چې تر اوسه یې د دوی په وینا په دې کاروان کې برخه نه ده اخیستې غوښتي چې پر خلاف یې راووځي.

نوموړی وایي د دې سیمو د خلکو مشران باید امن او خپلو شتمنیو د ساتلو لپاره په لویه کچه ملي ولسي پاڅون اعلان کړي.

په وروستیو میاشتو کې د خیبرپښتونخوا ځینو سیمو کې وسله وال بریدونه زیات شوي چې تر ډېره پوځیان او امنیتي ادارې په نښه کوي.

د پاکستان حکومت وایي دغه بریدونه له کرښې پورې غاړې تنظیمیږي خو په افغانستان کې واکمن طالب چارواکي بیا د پاکستان دا تورنه نه مني.

شمالي

منبع

لومړی نظر وکړئ on "شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات; د پاکستان پوځ وایي ۱۲ وسله وال یې وژلي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*