طالبان: غور کې سیلابونو د لسګونو کسانو ژوند اخیستی

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د غور ولایت په مرکز او شپږ ولسوالیو کې د جمعې د ورځې مۍ ۱۷( ثور۲۸) د سخت اورښت وروسته په راوتلو سیلابونو کې په لسګونو کسان مړه شوي دي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ولایت د مرکز فیروزکوه سربیره د دولتیار، تولک. دولینه، مرغاب او لعل او سرجنګل ولسوالیو کې د جمعې د ورځې سیلابونو کې د ۵۰ تنو د مړینې ترڅنګ خلکو ته ډیر زیات مالي زیانونه هم اړولي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: “په مرکز او ولسوالیو کې په سیلابونو کې تراوسه ۵۰ تنه شهیدان شوي، لسګونه کسان ورک شوي، دوه زره کورونه په بشپړ ډول او څلور زره نور په جزيي ډول زیانمن شوي، ۲۵۰۰ دکانونه، سلګونه هکتاره کرهڼیزه ځمکه ، سلګونه پلونه او پلچکونه…له منځه تللي او ددغه ولایت مواصلاتي لارې هم بندې شوي دي”.

ددغه وزارت د وینا له مخې په سیلابونو کې پیښ شوی ځاني او مالي زیان په اړه ددغه وزارت دا شمیرنې وروستۍ نه دي او ممکن د تلفاتو شمیر ددې څخه نور هم زیات شي.

په عین حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې اړوندو ادارو ته امر شوی چې د غور ولایت سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ودانګي.

ذبیح الله مجاهد د شتمنو افغانانو څخه هم غوښتي چې د حکومت د ادارو سره په همغږۍ د غور په ولایت کې سیلاب ځپلو ته مرستې برابرې کړي.

په تیرو دوو اونیو کې د افغانستان یو شمیر ولایتونه د سختو سیلابونو سره مخ وو، چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړیدلې او په زرګونو کورونه، کرهڼیزې ځمکې او د سړکونو او پلونو په ګډون مواصلاتي لارې ویجاړې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د تیرې اونۍ سختو سیلابونو د بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو کې په ۲۱ ولسوالیو کې خلکو ته زیات ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” ویلي چې تراوسه په دغو سیلابونو کې د ۱۸۰ کسانو مړینه او د ۲۸۰ کسانو ټپي کیدل تائید شوي دي. دغه دفتر ویلي چې په مړو شویو کسانو کې ۵۱ ماشومان او ۷۴ ښځې هم شاملې دي.

اوچا ویلي چې ددې سربیره تراوسه د درې زره او ۳۹۰ کورونو ویجاړیدل او یا هم ورته زیان رسیدل تائید شوي، چې له امله یې په زرګونو کسان بې کوره شوي دي.

په عین وخت کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د بیړني غبرګون د همغږۍ د مرکز د خپلو همکارانو له قوله ویلي چې د تیرې اونۍ په سیلابونو کې په ټول افغانستان کې له ۸۰ زرو څخه زیاتو کسانو ته زیان رسیدلی دی.

اروپايي ټولنې د ایکس په پاڼه لیکلي چې په دغو سیلابونو کې ۳۳۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړي او ۳۹۶ نور ټپیان شوي او شاوخوا ۱۲ زره کورونه یا ویجاړ شوی او یا هم ورته زیان رسیدلی دی.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون (IFRC) د یو راپور له مخې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ ولایتونه د پسرلي په موسم کې په غیرمعمول ډول د سختو بارانونو د اورښت او ورسره سم د سیلابونو د راوتلو له امله ځپل شوي دي، چې یوازې د بغلان په ولایت کې تراوسه د ۲۰۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

دغه فدراسیون ویلي چې دغو سیلابونو د زرګورنو کسانو کورونه په اوبو لاهو کړي، چې له امله یې اوس هغوی بې کوره شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "طالبان: غور کې سیلابونو د لسګونو کسانو ژوند اخیستی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*