عمران خان به ترڅلور پنځو ورځو بندي وي

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان له نیول کېدو یوه ورځ وروسته، سرچینو ویلي چې عمران خان به لږ تر لږه د څلورو یا پنځو ورځو لپاره په توقیف کې تېرې کړي.

ډان ورځپاڼې نن چهارشنبه (د مې په ۱۰مه) د پاکستان د حساب ورکولو ملي ادارې (ان‌ای‌بي) د سرچینو په حواله راپور ورکړ چې دا اداره به نن محکمې ته د خان په توقیف کې د ساتلو غوښتنه واستوي.

د دې ادارې ځینې سرچینو ویلي چې تمه کېږي د پاکستان د حساب ورکونی ملي اداره، د پاکستان د تحریک انصاف مشر لپاره د ۱۴ ورځو د توقیف غوښتنه وکړي.

دغو سرچینو ټینګار کړی، چې ښايي محکمه له یادې مودې څخه د څلورو تر پنځو ورځو پورې د خان د توقیف په اړه موافقه وکړي.

ویل کیږي چې د پاکستان له پخواني لومړي وزیر څخه به د اداري فساد، د ځمکې د غیر قانوني استملاک، د القادر ټرسټ پوهنتون د جوړولو او له هغه څخه د ۱۹۰ میلیونه پونډه غیر قانوني ګټې اخیستنې په قضیه کې، پوښتنې وشي.

په پاکستان کې د عمران خان نیول کېدل، د تحریک انصاف د پلویانو له پراخو اعتراضونو سره مخ شوی دی.

د اسلام اباد پولیسو نن چهارشنبه د دغه ښار مهم سړکونه، د لاریونوالو د کنټرول لپاره تړلي دي.

ویل شوي، چې لږ تر لږه د نن لپاره د پاکستان د پنجاب په ایالت کې د عمران خان د ټاکنیزې حوزې ښوونځي هم تړل شوي دي.

د خان د پلویانو د لاریونونو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې قهرجنو لاریونوالو، د اسلام اباد پر سړکونو موټرونو ته اور اچولی او له پولیسو سره یې نښتې کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "عمران خان به ترڅلور پنځو ورځو بندي وي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*