غلام حضرت او په شپېته کلنۍ کې له پوهنتونه فارغېدل

د پکتیا پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو د نږدې ۱۵۰۰ تنو فارغانو تر منځ، شپېته کلن غلام حضرت هم د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ادبیاتو له څانګې د فراغت سند ترلاسه کړ.

نوموړی چې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د ښوونکي له رسمي دندې وروسته په خپله سیمه کې اویا زده کوونکو نجونو ته وړیا تدریس کوي، له ځوانانو غواړي چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

تازه فارغ شوي، غلام حضرت د طلوع نیوز خبریال ته وویل:«زموږ له ولسوالۍ تر دې ځایه نیم ساعت لار ده، او د ښوونکو په مرسته نن فارغ شوم، خدای دې خیر ورکړي.»

ځینې نور تازه فارغ شوي ځوانان بیا له سرپرست حکومته غواړي چې کاري زمینې ورته برابرې کړي.

تازه فارغ شوی محمد حسين وايي:«له دولته مو غوښتنه دا ده چې موږ ته کاري زمینه برابره کړي، زموږ په پوهنځي کې او له ټولو فارغانو غواړم چې حوصله ولري او له هېواده لاړ نه‌شي.»

یوه بل تازه فارغ شوي محمد فيصل يوسفي هم زیاته کړه:«له ځوانانو مو هیله ده چې له هېواده لاړ نه‌شي ځکه ځوانان هېواد جوړوي.»

د پکتیا پوهنتون رییس بیا وایي چې اسلامي امارت په حکومتي ادارو کې د مسلکي کسانو د جذب په برخه کې ژمن دي.

د پکتيا پوهنتون رييس عبدالحکیم حمدي، څرګنده کړه:«هغه زده‌کړیالان چې نوي فارغ شوي چې علمي ظرفیت ولري، موږ د هغوی لپاره د جذب تګلاره جوړه کړې او ان‌شاالله چې په هره برخه کې اړتیا وي وبه نیول شي.»

د پکتیا پوهنتون نهه پوهنځي لري چې سږکال یې له اوو پوهنځیو ۱۴۴۸ زده‌کړيالان فارغ شول.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "غلام حضرت او په شپېته کلنۍ کې له پوهنتونه فارغېدل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*