يونېسف په لغمان ولایت کې سلګونه کورنيو لپاره د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړی

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونېسف په لغمان ولایت کې د سلګونو کورنیو لپاره د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکوي.

یونېسف پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې، د سویډن د نړیوالې پراختیا د ادارې سیدا په مرسته یې په لغمان ولایت کې درې زره کورنیو ته د څښاک پاکې او دوامداره اوبه برابرې کړې دي.

یونېسف ویلي، تر ځمکې لاندې پاکو اوبو د رایستلو لپاره یې د برمو د اړتیا وړ برښنا لپاره څلور سوه سولري پنیلونه نصب کړي دي.

یونېسف ویلي، پاکې اوبه د خلکو ژوند ژغوري.

لغمان ولایت

منبع

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې قابله‌ګانو ته د مسلکي زده کړې د پروګرامونو د پیلېدو خبر ورکوي.

د افغانستان لپاره د کډوالو عالي کمېشنرۍ پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې، په لیرې پرتو سیمو کې دغه رزونیز پروګرامونه د هغو قابله‌ګانو لپاره دي چې مسلکي زده کړې نه‌لري او هدف یې دا دی چې په دې سیمو کې ښځې د امیندوارۍ ښو خدمتونو ته لاس‌رسی ولري.

دې کمېشنرۍ نه‌دي ویلي چې دغه پروګرامونه به په کومو سیمو کې تطبیقوي او څومره ښځو ته به د قابلګۍ مسلکي زده کړې ورکوي، خو یوازې دومره یې ویلي چې افغانستان په اسیا کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.

د روغتیا نړیوال سازمان تېره میاشت په یوه راپور کې ویلي و، د ۲۰۲۰ کال شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د زیږونې پر مهال له یولک امیندوارو مېرمنو ۶۲۰ یې مړې شوې دي.

تر هغه وروسته که څه هم په دې اړه کره شمېرې نه‌دي خپرې شوي، خو د افغانستان روغتیایي ناوړه وضعیت د مور او ماشوم پر روغتیایي خدمتونو هم ناوړه اغېز کړی دی.

لغمان ولایت

لومړی نظر وکړئ on "يونېسف په لغمان ولایت کې سلګونه کورنيو لپاره د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*