له افغانستان، پاکستانه د احتمالي ګواښونو په اړه د امریکا د سولې بنسټ راپور

د امریکا د سولې انسټېټیوټ وایي د افغانستان او پاکستان له خاورو ښایي امریکا او متحدینو ته یې ګواښ پېښ شي.

په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه د دغه انسټېټیوټ وروستی راپور تېره ورځ (سې‌شنبه، غویي ۲۵مه) خپور شوی دی.

دغه راپور چې د امریکا د سولې انسټېټیوټ د مطالعاتي ډلې له څېړنو وروسته خپور شوی کاږي، «ځینې پالیسي جوړونکي په دې باور دي چې د امریکا  د ترهګرۍ ضد مبارزه په ځانګړې توګه په افغانستان او پاکستان کې، ښایي د امریکا پام له هغې سټراټیژیکې سیالۍ واړوي چې له روسیې او چین سره یې لري.»

د راپور پو یوه برخه کې راغلي، که امریکا د افغانستان او پاکستان له خاورو د بریدونو مخه و نشي نېولی، شهرت به یې زیانمن شي.

په راپور کې ادعا شوې چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښېدو ژمنو سربېره «طالبانو» له ځینو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړي خو د داعش-خراسان خاښ پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه د تاوتریخوالي په کمښت کې اغېزمنه یادوي.

د راپور په یوه بله برخه کې راغلي، «ترهګرې ډلې د پاکستان د بې ثباته کولو هڅې هم کوي. د پاکستاني طالبانو تحریک چې امریکایي وګړي یې په نښه کړي او د امریکا پر وړاندې یې بریدونه پلان کړي، اوس پاکستان ته لوی زیانونه اړوي او ښایي د سیمې لپاره په یو لوی ګواښ بدل شي.»

د راپور لمخې، له افغانستان او پاکستانه د امریکا د ستر متحد هند پر وړاندې ترهګریز ګواښونه په سیمه کې خطرناک ناورین رامنځته کولی شي.

  • د ترهګریزو ګواښونو د کمولو لپاره پر «طالبانو» فشار راوړل او د هغوی د منزوي کولو پرځای له هغوی سره د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره د اړیکو چینلونو فعال ساتل.
  • د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره د پوځي او استخباراتي وضعیت لا غوره کول.
  • له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزې برخه کې د اړیکو پیاوړي کول.
  • په امریکا کې د ننه او پر متحدینو یې د احتمالي ترهګریزو بریدونو لپاره چمتووالی نیول.

ځینې هغه وړاندیزونه دي چې دغه انسټېټیوټ د امریکا حکومت او پالیسي جوړونکو ته کړي چې څنګه کولی شي په افغانستان او پاکستان کې د واشنګټن ترهګرۍ ضد سټراټیژي بیا فعاله کړي.

د امریکا د سولې انسټېټیوټ داسې مهال له افغانستانه د امنیتي ګواښونو ادعا کوي چې اسلامي امارت په کراتو ویلي، د افغانستان خاوره د نورو لپاره ګواښ نه دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له افغانستان، پاکستانه د احتمالي ګواښونو په اړه د امریکا د سولې بنسټ راپور"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*