له هغه انټرنېټ څخه وېره چې د تسلط ادعا پرې کیږي!

💬0

له هغه انټرنېټ څخه وېره چې د تسلط ادعا پرې کیږي!
د اسلامي دولت ډلې پورې تړلي بنګالي ژبې تبلیغاتي څانګې په دې وروستیو کې خپلو پلویانو ته خبرداری ورکړی چې امنیتي او استخباراتي ځواکونه ښايي د دوی آنلاین فعالیتونه ګډوډ کړي. په دغه خپاره شوي پوسټر کې له پلویانو غوښتل شوي چې خپل کارن‌ حسابونه (اکاونټونه) او اړیکې د امنیتي او استخباراتي ادارو له څارنې او نفوذ څخه خوندي وساتي.
په لومړي نظر کې، دا یو عادي سایبري امنیتي پیغام برېښي؛ خو په ورته وخت کې له یوه خورا جالب واقعیت څخه پرده پورته کوي: هغه دا چې یو سازمان چې تل خپل لوړ باور او پیاوړتیا نندارې ته وړاندې کوي، پخپله په پوره توګه له خپلو ژورو اسیب پذیرۍ او کمزوریو څخه خبر دی.
د داعش تبلیغات په پرله‌ پسې توګه دا ډله له تخنیکي پلوه پرمختللې، نه ماتېدونکي ‌ او د نړیوالو دولتونو د فشارونو پر وړاندې پایښت ‌لرونکې انځوروي. د دې ډلې پلویانو ته ویل کېږي چې دا سازمان هېڅکله خاموشه نه پاتې کېږي او آنلاین شبکې به یې د پرله‌ پسې خنډونو سربېره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، خو دا ډول پوسټرونه بیا د یوې بلې کیسې څرګندونه کوي.
د پرېکنده او ډاډمنو بیانېې تر شا داسې یوه ډله پټه ده چې د نفوذ، افشا کېدو، د حسابونو د هک کېدو، څارنو او نیول کېدو په اړه سخته اندېښمنه ده. پلویانو ته هر خبرداری په حقیقت کې د دې اعتراف دی چې دښمن د هغوی تر څنګ د ډیجیټل جګړې په ډګر کې شتون لري او ډېری وخت یې دا شتون له بریاوو سره مل وي.
دا تناقض ډیر مهم ارزښت لري.
یوه داسې معلوماتي شبکه چې په رښتینې توګه برلاسې او مسلطه وي، دې ته اړتیا نه لري چې تل خپلو پلویانو ته ورپه یاد کړي چې تر کومې کچې په آسانۍ سره پېژندل کېدای، تعقیبېدای، خنثی کېدای یا هم غولول کېدای شي. دا خبرداري دا واقعیت په ډاګه کوي چې یاد جوړښت او تشکیلات تر سخت فشار لاندې فعالیت کوي.
داعش غواړي پلویان یې په ذهن کې د یو پراخېدونکي ډیجیټل خلافت تصور وکړي؛ خو په مقابل کې دې ډلې خپل امنیتي پیغامونه د یوې داسې شبکې انځور په څیر وړاندې کوي چې پخپله تر تعقیب او ښکار لاندې ده: محتاطه، شکمنه او په دې پوهېږي چې یوازې یوه کوچنۍ تېروتنه کولای شي د دغو تبلیغاتو شاته ولاړ عوامل افشا کړي. دا ډله ښايي مجازي فضا د جګړې یو ډګر وبولي، خو له خپرو شویو پوسټرونوڅخه ېې دا په ډاګه کېږي چې پخپله ښه پوهېږي چې څوک ورځ تر بلې په لا زیات دفاعي او شاتګ حالت کې پاتې کېدو ته اړ ایستل شوی دی.

امواج پرس

لومړی نظر وکړئ on "له هغه انټرنېټ څخه وېره چې د تسلط ادعا پرې کیږي!"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*