له پاکستانه د افغان ایستلو ته د نړۍوالو غبرګونونه

له پاکستانه د افغان کډالو د ایستلو بهیر له پیله درې ورځې تیریږي، خو د پاکستان د لنډمهالي حکومت د دغه اقدام پر وړاندې اوس هم په کور دننه او بهر غبرګونونه دوام لري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا، ملګرو ملتونو او د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د پاکستان دې پریکړې ته غبرګون ښودلی او د افغان کډوالو د ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.

د امریکا د امنیت شورا ویاند، جان کربي و ویل: «پاکستان د پناه غوښتونکو او کډوالو پر وړاندې د خپلو پالیسیو او د هغوی حقونو ته د درناوي خبره کوي. روښانه ده چې موږ غواړو ټول هېوادونه تر خپلې وسې له پناه اخیستونکو او پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي او په دې برخه کې زموږ پاکستاني دوستان هم خامخا شامل دي چې افغانان ترې د تېښتې په حال کې دي.»
 

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویاند له پاکستان غوښتي چې د هغو افغانانو ملاتړ ته ادامه ورکړي چې د امنیت په لټه کې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټېفېن ډوجارک و ویل: «وروسته له هغې چې پاکستان د ناقانونه کډوالو د ایستلو د طرحې اعلان وکړ چې هلته میشت ډيری کډوال افغانان دي، اوس د کډوالۍ په عالي کمیشنرۍ کې زموږ همکاران له پاکستان حکومته غواړي چې د زیانمنو او امنیتي تضمین غوښتونکو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.»

اخوا د افغانستان د ښځو د حقونو او بشري حقونو لپاره د امریکا استازې رینا امیري او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم پر خپلو اېکس پاڼو د افغان کډوالو د ایستنې په تړاو خبرې کړي او زلمي خلیلزاد له پاکستانه هم غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي.

ورته مهال، د دفاع وزارت سرپرست د افغان کډوالو د ایستلو په غبرګون کې وايي، د پاکستان دغه اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي.

د دفاع وزارت سرپرست، محمد یعقوب مجاهد و ویل: «د روان وضعیت به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي او حالت به خطرناک لوري ته یوسي. دوب باید زر تر زره د دغه ظلم او ناروا څخه لاس واخلي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره په کتنه کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستنې پر بهیر نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده چې اسلام اباد هڅه کوي د کډوالو له موضوع د بیلابیلو موخو لپاره ناوړه استفاده وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي پر اکس پاڼه لیکلي: «پاکستان له بشري موضوعاتو او له کډوالو د بېلابېلو موخو لپاره د ګټې اخيستلو هڅه کوي او په دې برخه کې حتی د خپل ولس او خپلو سیاسیونو او کار پوهانو خبرو او نظریاتو ته هم غوږ نه نیسي.»

دا کورني او نړۍوال غبرګونونه داسې مهال راپورته کیږي چې له پاکستانه هره ورځ زرګونه کورنۍ د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستنیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له پاکستانه د افغان ایستلو ته د نړۍوالو غبرګونونه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*