«مجرمین دي افغانستان ته اخراج سي»

«مجرمین دي افغانستان ته اخراج سي»
«مجرمین دي افغانستان ته اخراج سي»

د جرمني په پارلمان کي د اتحادي ګوندونو د داخلي مسایلو ویاند، الکساندر تروم د دغه هیواد له داخله وزیري، نېنسي فایزر څخه غوښتي چي افغانستان ته د مجرمینو او خطرناکو اسلام پالو استول بیرته ممکنه کړي.

په هغه یوه لیک کي چي یې وزیري ته لېږلی او د جرمني د خبري آژانس سره پروت دی، راغلي دي چي ترکیه په طیارو کي افغانان بیرته خپل هیواد ته استوي، د کابل هوايي میدان خلاص او فعاله دی. حکومت همدارنګه د پخوانیو محلي همکارانو او تر ډیر خطرلاندي افغانانو د راایستلو او قبولی عملي حل لاري پیدا کړي دي.

د بادن ویرتنبیرګ د مسیحي دیموکراټانو دغه وکیل پرون دوشنبه ماپښین داخله وزیري ته ليکلي دي، په همدې دلیل د جرمني ولس ته څوک قناعت نسي ورکولای چي ولي حتی «په سختو او خطرناکو قضیو کي هم څوک نسي اخراجیدلای».

دا هم په داسي حال کي ده چي په بادن ویرتنبیرګ ایالت کي د الکساندر تروم د ګوند څخه د ادغام وزیري، ماریون ګینټګیس او فایزر له ډېر وخت راهیسي د دغسو قضیو په هکله اختلاف سره لري.

د افغانانو د اخراج پر ضد احتجاجونه

ګینټګیس کوښښ کوي چي په الیرکیرشبیرګ ناحیه کي د جنسي تجاوز په دلیل محکوم سوي افغانان اخراج کړي. خو مرکزي حکومت د هغوی اخراج ردوي او دې ته اشاره کوي، چي افغانستان ته د ۲۰۲۱م کال په اګست کي اخراج بند سوی دی. د هغه دلیل په افغانستان کي امنیتي حالت راوړل کیږي.

الکساندر تروم فایزر ته پخپل خط کي پرهغې باندي سخت انتقاد هم کړی دی. دی لیکي: «تاسي په خپلي عدم توانايي سره عام ولس د نور لا ډیر خطر سره مخامخ کوی او په خلګو کي د کومکونو د سرته رسولو تمایل راکموی».

هغه دا ومنل چي اوسنی افغان حکومت د خبرو «مشکل اړخ» دی. مګر سربیره پردې د حاکم نظام سره په مختلفو برخو کي خبري جریان لري. 

مخکي تر دې چي تقریباً یونیم کال دمخه حاکم نظام بیرته کابل ترخپل کنټرول لاندي راولي، ایالتونو د جرمني د فدرالي پولیسو په همکارۍ په منظم ډول سره مجرمین او خطرناکه اسلام پالان او همدارنګه نور رد سوي افغانان، ترټولو دمخه نارینه افغانستان ته استول.

د جرمني د حکومت په حواله د ۲۰۲۲م کال د جون میاشتي تر اخره پوري په دغه هیواد کي مجموعاً ۲۶۶۸۲ داسي افغانان اوسیدل چي باید افغانستان ته استول سوي وای. خو د هغوی اکثریت بیا مؤقتي «ډولدونګ» ویزې لري.

دا داسي کسان دي چي اخراج یې په مختلفو دلایلو سره ممکن نه دی. مثلاً هغوی د هویت اسناد نه لري او یا مریضان دي چي په خپل هیواد کي یې علاج ممکن نه دی. 

منبع

لومړی نظر وکړئ on "«مجرمین دي افغانستان ته اخراج سي»"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*