
مزارشریف ښار کې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۶ پوړیز سوداګریز مرکز جوړیږي
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږ پوړیز سوداګریز مرکز د جوړولو چارې پیل شوې.
د مسوولینو په خبره، دغه سوداګریز مرکز د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند پر شاوخوا ۲ زره او ۵۰۰ متره مربع ځمکه جوړیږي او ټاکل شوې د روان کال تر پایه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د سوداګریز مرکز مسوول، محمد اصف مومند و ویل: «دا ځمکه شاوخوا دوه زره او ۶۵۰ متره مربع ده، نږدې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې کیږي او دغه مارکېټ به له شپږو تر نهو میاشتو پورې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»
د پروژې انجنیران ټینګار کوي چې د دې طرحې په عملي کولو کې له لوړ کیفیت لرونکو ودانیزو توکو کار اخیستل کیږي او د کورنیو تولیداتو کارول کولی شي د لګښتونو په کمولو او د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو کې مرسته وکړي.
د پروژې انجنیر، حکمتالله و ویل: «په دې پروژه کې کارېدونکي ټول ودانیز توکي د افغانستان تولید دي. تر اوسه په دې پروژه کې نږدې له سلو تر ۱۵۰ کسانو پورې پر کار بوخت دي او په راتلونکې کې به دغه شمېر سلګونو کسانو ته ورسیږي.»
په دې پروژه کې بوخت کارګران هم دا اقدام د کارموندنې لپاره یو مثبت ګام بولي او له نورو سوداګرو هم غواړي چې په هېواد کې دننه پانګونه وکړي او د ځوانانو لپاره د کار فرصتونه برابر کړي.
کارګر، مقیمشاه و ویل: «موږ خوشاله یو چې دلته کار کوو، د خپلې کورنۍ لپاره نفقه او ډوډۍ پیدا کوو او غواړو چې دغه کار دوام پیدا کړي.»
بل کارګر، خیرمحمد و ویل: «که داسې کارونه وي، ګڼ شمېر کسانو ته به د کار زمینه برابره شي او زموږ هېواد به هم پرمختګ وکړي. موږ سل په سلو کې خوشاله یو او زموږ حق هم ورکول کیږي.»
تر دې وړاندې د مزارشریف ښاروالۍ خبر ورکړی و چې د څه باندې درې سوه سوداګریزو او استوګنیزو لوړپوړیزو ودانیو د جوړېدو جوازونه یې وېشلي دي.
لومړی نظر وکړئ on "مزارشریف ښار کې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۶ پوړیز سوداګریز مرکز جوړیږي"