معلول افغان لامبو وهونکي د سرو زرو مډال خپل کړ

معلول افغان لامبو وهونکی عباس کریمي د ۵۰ متره بټر فلای سټایل په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال خپل کړ.

کریمي چې اوس په امریکا کې کډوال دی، د سرو زرو د دغه مډال په ګټلو سره د پارا لامبو په نړیوالو سیالیو کې د ګډون اجازه هم تر لاسه کړه.

د پارا لامبو نړیوالې سیالۍ په دریو میاشتو کې د انګلستان په مانچسټر ښار کې تر سره کېږي.

دغه سیالۍ چې د امریکا متحده ایالاتو په کوربه توب ترسره کېږي، له څه مودې راهیسې د ۵۰ متره بټر فلای، ۵۰ متره فری سټایل او ۵۰ متره بیک سټروک برخو کې پیل شوې دي.

د افغانستان د پارا لامبو د ملي لوبډلې پخوانی لامبو وهونکي عباس کریمي له دې وړاندې هم په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې د هېواد لپاره بېلابېل مډالونه ګټلي وو.

اړوند خبرونه

لامبو وهونکي ښاغلی انوري وايي شپږ کاله کېږي چې د توکیو ۲۰۲۱ سیالیو لپاره چمتووالی نیولی دی او له دې مخکې په یوې کورنۍ سیالۍ کې د ۳۰ لامبوځنو له منځه لومړی مقام خپل کړی دی.

ټاکل شوې ده چې تر راتلوونکو څو ورځو په یوه تمریناتي پنډغالي کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ شي.

فهیم انوري په کسیز او ډله ییزه توګه د تمریناتي پنډغالو له جوړولو سره هڅه کوي چې د توکیو په ۲۰۲۱ سیالیو کې د افغانستان په ګټه وځلېږي.

فهیم انوري وايي:«هیلې ډېرې دي چې له افغانستانه ښه استازولي وکړم او ټاکل شوې ده چې د اوو تر اتو میاشتو لپاره په روسیه کې خپلو تمریناتو ته دوام ورکړم هغه هم د بهرنیو روزونکو تر نظر لاندې.»

د لامبو د فډراسیون چارواکي د لامبوځنو په ځانګړې توګه د دغه ملي لوبغاړي تمرینات د قناعت وړ بولي او په په نړیوالو په ځانګړې توګه د هغه د بریا لپاره له هڅو خبرې کوي.

د لامبو د فډراسیون رییس علي قاسم حمیدي وايي:«د اولمپيک سیالۍ د نړۍ په کچه تر ټولو لوړې لوبې دي… ډاډه یم چې لامبو وهونکي فهیم به ښه استازیتوب وکړي.»

ټاکل شوې ده چې فهیم انوري د جاپان توکیو سیالیو کې له حضور مخکې په عربي اماراتو او روسیه کې د خپلو سیالانو په وړاندې ځينې سیالۍ ترسره کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "معلول افغان لامبو وهونکي د سرو زرو مډال خپل کړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*