
ملي پراختیا شرکت: د غوري سمنټو فابریکې درېیم پړاو چارو کې پرمختګ شوی
د ملي پراختیا امارتي شرکت رییس، له یوه پلاوي سره بغلان ولایت کې د غوري سمنټو فابریکې د درېیم پړاو د جوړېدو له بهیر لیدنه کړې او د دې پروژې پر چټکتیا او پر وخت بشپړېدو یې ټینګار کړی دی.
د دې فابریکې د درېیم پړاو د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي او تر اوسه یې کارونه لس سلنه مخکې تللي دي.
ملي پراختیا شرکت وايي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د غوري سمنټو فابریکې د تولید ظرفیت له اوسني ۷۰۰ ټنو څخه هره ورځ ۵۷۰۰ ټنو ته لوړ شي.
د ملي پراختیا شرکت ویاند، نبيالله ارغندیوال وايي: «د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره دومره لویه د سمنټو فابریکه جوړېږي. اوس مهال لس سلنه کار بشپړ شوی او د ملي پراختیا شرکت هڅه دا ده چې پروژه په ټاکلي وخت پای ته ورسوي او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.»
اوسمهال، د غوري سمنټو فابریکې د درېیم پړاو تر څنګ، افغانستان کې د سمنټو تولید پر پنځو نورو پروژو هم کار روان دی چې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
اقتصادي شنونکي ټینګار کوي چې په داسې حالاتو کې د غوري سمنټو فابریکې او ورته نورو لویو پروژو پلي کول د هېواد اړتیاوو پوره کولو کې مهم رول لري.
اقتصادي شنونکی، عبدالنصیر رشتیا په دې اړه وايي: «موږ په هېواد کې د پانګونې ستر ظرفیتونه لرو، ډېر کانونه لرو چې له مخې یې سمنټ تولیدولای شو. فابریکې شته، خو اړتیا ده چې زمینه برابره شي، پانګونه راجلب شي او سمنټ په کور دننه تولید شي، څو د پیسو د وتلو مخه ونیول شي او د کار زمینه هم برابره شي.»
همدارنګه، اقتصادي شنونکی، عبدالشکور هډهوال وايي: «هغه پنځه پروژې چې اوس مهال پلان شوې او کار پرې روان دی، نه یوازې افغانستان د سمنټو په برخه کې پر ځان بسیا کوي، بلکې زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي او نور پانګوال به هم وهڅوي چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ورته فابریکې جوړې کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په ټول هېواد کې یوازې د جبلالسراج او غوري دوه فابریکې د سمنټو په تولید کې فعالیت لري، چې تولیدي ظرفیت یې د بازار یوازې پنځه سلنه اړتیا پوره کوي؛ خو افغانستان د تر ۹۰ سلنه زیات سمنټ له ایران، اوزبېکستان، تاجیکستان او قرغیزستان څخه واردوي.
لومړی نظر وکړئ on "ملي پراختیا شرکت: د غوري سمنټو فابریکې درېیم پړاو چارو کې پرمختګ شوی"