د امریکا د حکومت یو ډاګیز شوی سند ښيي، چې واشنګټن د ملګرو ملتو پر سرمنشي څارګري کوي

د امریکا د حکومت یو ډاګیز شوی سند ښيي، چې واشېنګټن د ملګرو ملتو پر سرمنشي څارګري کوي او پر دې باور دی، چې هغه له روسیې سره ډېر پوست چلند کوي. په دغه سند کې راغلي، چې انتونیو ګوتېرېش د مسکو د ګټو خوندي کولو ته چمتووالی ښيي.

د ملګرو ملتو چارواکو دا ادعا رد کړې ده.

په یو شمېر دې اسنادو کې د ښاغلي ګوتېرش او د هغه د مرستیال شخصي خبرو یادونه هم شوې. په دې افشا شویو اسنادو کې د اوکرایین جګړې او یو شمېر افریقايي مشرانو په هکله د ښاغلي ګوتېرش برالا مشاهدات هم شته. په یوه سند کې تمرکز د تور سمندر غنمو پر هوکړې تمرکز شوی دی، چې په نړۍ کې د لوږې خپرېدو له اندېښنو وروسته په جولای میاشت کې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب وشوه.

په دې کې راغلي چې ښاغلی ګوتېرش ځکه دې هوکړې ته ډېر لېوال و، چې غوښتل یې د روسیې ګټې خوندي شي. په سند کې راغلي: ”که په دې کې پر روسي ادارو او افرادو د بندیزونو خبره هم وه، خو ښاغلي ګوتېرش د روسیې صادراتو وړتیا زیاتولو لپاره پر خپلو هڅو ټینګار کړی.”

ارزونه دغه راز وايي: ”په فبرورۍ میاشت کې د ده کړنې هغه پراخې هڅې له پامه غورځوي چې مسکو په اوکرایین کې د خپلو کړنو له کبله ځواب ورکولو ته راکاږي.”

ښاغلی ګوتېرش د تېر کال اپریل کې د اوکرایین لیدنې پر مهال
د عکس تشریح، ښاغلی ګوتېرش د تېر کال اپریل کې د اوکرایین لیدنې پر مهال

د ملګرو ملتونو سازمان مسوولین بیا د دې څرګندونو په هلکه سخته غوسه ښيي چې ګواکې د نړۍ دا معتبر دیپلومات د مسکو په هکله پسته رویه لري.

یوه لوړ پوړي چارواکي چې وايي، نه غواړي د دې اسنادو په هکله تبصره وکړي وویل، ”ملګري ملتونو د نړۍ پر تر ټولو بیوزله خلکو د جګړې اغېز کمولو نیت اړیستي وو. د دې مانا دا ده، چې موږ باید هر هغه څه کړي وای، چې له مخې یې د خوړو بیې راټیټې شوې وای او دغه راز کیمیاوي سرې هغو ته رسېدلې وای، چې خورا سخته اړتیا یې ورته درلوده.”

د یادونې ده، چې روسیې پرلپسې شکایتونه کړي، چې د بندیزونو له کبله یې د غنمو او کیمیاوي سرې صادرات خورا سخت اغېزمن شوي او لږ تر لږه دوه ځله یې ګواښ کړی، چې که غوښتنې یې و نه منل شي، له بي اېس جي ای سره به همکاري ختمه کړي.

د روسیې پر غلو، دانو او کیمیاوي سرې صادارتو بندیزونه نه شته، خو د دې هېواد چارواکي وايي، د بارچالانۍ او انشورنس موندلو کې له ستونزو سره مخامخ ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د امریکا د حکومت یو ډاګیز شوی سند ښيي، چې واشنګټن د ملګرو ملتو پر سرمنشي څارګري کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*