ملګري ملتونه: افغانستان کې د زیږون پرمهال د میندو مړینې کچه د نړیوالې کچې درې ځلې لوړه ده

د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ ادارې ” اوچا” افغانستان کې د عامې روغتیا پر سکټور باندې د ا.ا. د مشر د وروستي فرمان د اغیزو په اړه چې په طبي انیستیوتونو کې په کې ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګول شوی په دغه هیواد کې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې لوړې کچې ته په کتنې ویلي چې دا فرمان په اوږده موده کې دغه سکټور د ګواښونو سره مخ کوي.

اوچا د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۸( سلواغې ۳۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د زیږون (زیږون) پر مهال د میندو د مړینې د اوسط کچې پرتله د میندو مړینه درې ځلې زیاته ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دې راپور کې ویلي :” د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په دوېیم د حاکمې ادارې د لوړو زده کړو وزارت د ښځو لپاره د نیمه مسلکي او لوړو زده کړو د پروګرامونو په ګډون د ټولو طبي زده کړو د انسیتوتونو بندیدل اعلان کړل. دا فرمان په اوږده موده کې د هیواد [افغانستان] عامې روغتیا سکټور د ننګونو او ګواښونو سره مخ کوي”.

اوچا په دې راپور کې ویلي چې افغانستان له وړاندې په نړۍ کې د زیږون پرمهال د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لرونکو هیوادونو کې شامل دی.

په دې راپور کې ویل شوي:” ملګري ملتونه اټکل کوي چې په هرو ۱۰۰ زرو د زیږون پر مهال له ۶۰۰ څخه زیاتې میندې ، چې نږدې درې ځلې د نړیوالې کچې د اوسط کچې څخه زیاتې دي خپل ژوند له لاسه ورکوي”.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په دې راپور کې د نیلوفر په نوم د یوې ځوانې ښځې یادونه کړې چې د ا.ا. د مشر د وروستي فرمان له امله د محرم د نشتون سره مخ ده او د کار ځای ته تګ راتګ یې د ستونزو سره مخ شوی دی.

اوچا ویلي چې نیلوفر لا واده نه دی کړی چې له امله یې هغه اکثره د کور څخه د وتلو پرمهال نارینه محرم نلري. که څه هم هغې ته د موسسې له خوا ښځو او سړو ته ګډ ترانسپورټي خدمتونه برابر شوي، خو ا.ا. ورڅخه په پرله پسې ډول د امنیتي پوستو څخه د تیریدولو پرمهال پوښتنې کوي.

په دې راپور کې ویل شوي: ” یوازې لوژیستکي ګواښونه نه دي. ښځینه روغتیايي کارکوونکي په پرله پسې ډول د پلټنې لاندې دي. دمخه ښځینه کارکوونکو چې غیر دولتي موسسو او ملګرو ملتونو لپاره یې کار کاوه له بندیزونو څخه مستثنی شوې وې، اوس مهال د هغوی ونډه لا د محدودیتونو سره مخ شوې ده”.

ا.ا. په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د بیا واک ترلاسه کولو وروسته د زده کړو او کار په ګډون پرښځو او نجونو باندې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي.

ا.ا.د لومړۍ دورې پورته دورو کې نجونې له زده کړو منع کړي او هم یې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ ورځې وروسته په پوهنتونونو او لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو او ښځو بر زده کړو بندیز لګولی دی.

همداشان ا.ا. د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې د روغتیا او پوهنې د سکټور پرته په دولتي ادارو کې د ښځو او نجونو پر کار بندیزونه لګولي او د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې د ۲۴ وروسته یې ښځې د ملګرو ملتونو په ګډون په غیر دولتي ادارو کې د کار څخه هم منع کړي دي.

د ا.ا. مشر د تیر ۲۰۲۴ کال په وروستۍ میاشت کې په طبي انسیتوتونو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګاوه. د ا.ا. د حکومت دا بندیزونه په ځانګړي ډول وروستی بندیز په پراخه کچه غندل شوی دی.

تیره اونۍ د ۱۷ هیوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ا.ا. له خوا د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې د سرغړونو په دوام انتقاد کړی او ددغې ډلې تر واک لاندې دا هیواد يې په نړۍ کې د ښځو د حقونو د ځپلو په برخه کې یو ترټولو “ځپوونکو” هیوادونو په ډله کې شمیرلی دی.

په دغه ګډه اعلامیه کې چې د فبرورۍ ۱۵ (سلواغې ۲۷) د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په انټرنیټي پاڼه کې خپره شوې دغو وزیرانو ویلي چې هغوی دغه “تیاره واقعیت” له پامه نشي غورځولی

د ۱۷ هیوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په دغه اعلامیه کې د ا.ا.له خوا په طبي انسیتیوتونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز پریکړه هم غندلې او ددغې پریکړې د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

په دې ګډه اعلامیه کې دغو وزیرانو ویلي چې که چیرې ا.ا. سمدستي دا پریکړه لغوه نکړي افغانستان به د روغتیا په سکټور کې روزل شوی نسل له لاسه ورکړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: “ا.ا. په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه په زیاته کچه له منځه وړي دي. د ا.ا. د هر فرمان سره د عمومي ژوند په اساسي برخو لکه زده کړې، روغتیايي پاملرنې، شغل او ګډون ته د ښځو لاس رسی محدود کړی دی. افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو ځپوونکی هیواد دی، یو تیاره واقعیت چې مونږ یې له پامه نشو غورځولی”.

ا.ا. لا د نړیوالې ټولنې دغه خبرداري په اړه څه نه دي ویلي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: افغانستان کې د زیږون پرمهال د میندو مړینې کچه د نړیوالې کچې درې ځلې لوړه ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*