ملګري ملتونه په افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره اوچا وايي، په افغانستان کې روان کال څه باندې ۲۸میلیونه خلک ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا لري.

د دې ادارې په وینا تیرو پنځو کلونو کې هلته بېړنیو مرستو ته د خلکو اړتیا کچه ۳۵۰ سلنه زیاته شوې ده.

دې ادارې دغه خبر داسې مهال ورکړی چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی کندهار ته تللی او له ځینو چارواکو سره په خبرو کې یې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، په افغانستان کې اقتصادي ستونزې، د اقلیم بدلون، لوږه او د جګړو اغېز لامل شوي، چې روان کال اته ویشت اعشاریه درې میلیونه خلک په دغه هېواد کې د ژوند ژغورونې مرستو ته احتیاج شي.

اوچا دغه خبر داسې مهال ورکړی چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد په مشرۍ یو پلاوی کابل ته تللی او له څو ورځو راهیسې د طالبانو له مشرانو سره په لیدو کتو بوخته ده.

دغه پلاوی په خپلو لیدونو کې د طالبانو د حکومت لخوا پر ښځو د زدکړو د بندیزونو ترڅنګ پر بشري مرستو هم خبرې کوي.

د کندهار ولایت چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو پلاوی هلته ورغلی او د دغه ولایت له مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک او ځينو نورو چارواکو سره یې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د کندهار د والي ویاند حاجي زید وايي، د یاد پلاوي مشرې امینې محمد د والي له مرستیال سره د لیدنې پرمهال ویلي، دوی هڅه کوي چې له هېوادونو سره د طالبانو د حکومت اړیکې ښې او پياوړې کړي.

پژواک خبري اژانس د کندهار د والي د ویاند له قوله ویلي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې په خپلو څرګندونو کې ورته ویلي، تېر کال يې په افغانستان کې ۲۳ میلیون افغانانو ته بشري مرستې رسولي او اداره یې ژمنه ده چې په روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د کندهار د والي مرستیال ویلي، د دوی حکومت له نړۍ او ټولو هېوادونو سره اقتصادي، ټولنیزې، علمي او نورې اړیکې غواړي او ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد و نه کارول شي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له پیل راهیسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیز لګېدلی. تېره میاشت یې د نجونو پر مخ پوهنتونونه تر دویم امر پورې وتړل او تر هغې څو ورځې وروسته یې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیزونه ولګول. دې پریکړې په کور دننه او نړیواله کچه توند غبرګونونه راوپارول.

یو شمېر نړیوالو نا دولتي موسسو د دې پریکړې په غبرګون کې فعالیتونه وځنډول او ویلي یې وو، په افغانه دودیزه ټولنه کې د ښځو او ماشومانو لپاره کار کول له ښځینه کارکوونکو پرته ناشونې برېښي.

خو په دې وروستیو کې د ماشومانو د ژغورنې، پاملرنې او ځینو نورو موسسو ویلي، خپل فعالیتونه بېرته پیلوي.

وړاندې ځینو نړیوالو بنسټونو ویلي، په نا دولتي موسسو کې د ښځو د کار له ځنډېدو وروسته په افغانستان کې بشري ناورين لا ژور شوی او په هېواد کې د خوړو د نشتوالی او د خوارځواکۍ کچه لا زياته شوې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان په ګډون ګڼو اسلامي هېوادونو او سازمانونو او نورو نړیوالو سازمانونو په وار وار پر طالبانو غږ کړی چې پر ښځو دې بندیزونه لېرې کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه په افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا لري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*