میتا د ټویټر په مقابل کې د تریډس په نامه نوې شبکه پرانیستله

میتا د ټویټر په مقابل کې د تریډس په نامه نوې شبکه پرانیستله
میتا د ټویټر په مقابل کې د تریډس په نامه نوې شبکه پرانیستله

میتا، چې فیسبوک یې هم یوه برخه ده، د چهارشنبې په ورځ جولاۍ پنځمه (سرطان۱۴) د ټویټر په مقابل کې د «تریډس- Threads» په نوم یوه نوې شبکه پرانیستله.

په تریډس کې یوازې متن لیکل کېږي،‌ که څه هم دا نوې شبکه په «آپل» او «انډروایډ» کې په انلاین ډول بازار ته وړاندې شوه او د نړۍ د مشهورې سندرغاړې شکېرا او د هالیووډ د خبریال په ګډون یو شمېر مخورو څېرو یې کارول پیل کړل، خو په اروپا کې د ځینو ملحوظاتو له کبله لا پرانیستل شوې نه ده.

ایلن ماسک سره له دې چې ټویټر کې له یو لړ ستونزو سره مخامخ دی، خو شبکه یې لا قوي بدیل او رقیب نلري.

د میتا اجرايي مشر او د فیسبوک مالک مارک زوکربرګ په تریډس کې په خپل لومړي پیغام کې لیکلي‌ دي: «راځئ چې ویې وکړو. تریډس ته ښه راغلاست.» زوکربرګ د ایلن ماسک سرسخت رقیب بلل کېږي‌ او هیله لري چې تریډس به د مخورو کسانو، شرکتونو او سیاستوالو لپاره د اړیکو ښه چاینل وي.

د ستراتېژیکو او مالي مسائیلو کارپوه براین وایسر وویل:‌ «دا ډېره ساده خبره ده: که د کارداشیان، بیبر او یا میسي په څېر کسان چې انستاګرام کې ډېر لوی مینه وال لري، په تریډس کې په دوامدار ډول لیکل پیل کړي، دا نوی پلټ فارم به ژر وده وکړي.»

یوې بلې کارپوهې جاسمین انلبېرګ فرانس پرس اژانس ته وویل چې تریډس هره میاشت د انستاګرام د کاروونکو یوه-په څلورمې برخې ته اړتیا لري،‌ چې «د ټویټر په څېر لویه» شبکه شي. هغې وویل: «د ټویټر کاروونکي یو بل بدیل ته بې صبرانه منتظر دي او ماسک، زوکربرګ ته د دغه کار پیل په لاس کې ورکړ.»

د ټویټر مالک ایلان ماسک او د میتا اجرايي مشر مارک زوکربرګ څه موده مخکې یو بل ته اخطارونه ورکړل چې باید د یوې لویې پنجرې په منځ کې یې سره معلومه کړي.

د میتا اجرايي مشر خپلو کارکوونکو ته ویلي وو چې تریډس به د ټویتر په څېر وي،‌ خو «عاقلانه به مخې ته وړل» کېږي.

په همدې حال کې،‌ یوې سرچېنې ویلي دي چې د تنظیم او کنترول د اندېښنو له کبله به د اروپايی ټولنې په هېوادونو کې به د تریډز شبکې پرانیستل وځنډول شي.

دغلته میتا شرکت باید د «ډیجیټل مارکیټونو نوي قانون» مطابق مخې ته ولاړه شي، چې د لویو نړیوالو انټرنټي شرکتونو لپاره جدي اصول ټاکي.

دغې سرچېنې،‌ چې په دې قضیې باندې خبره ده، ویلي‌ دي‌ چې دا اصول انټرنټي شبکو ته اجازه نه ورکوي چې د تولیداتو ترمنځ شخصي معلومات انتقال کړي، ممکن ټریدز او انستاګرام هم په دغو اصولو کې راشي.

په اروپا کې،‌ چې د فیسبوک او انستاګرام ډېر کاروونکي لري، په میتا باندې انتقادونه شوي دي‌ چې د شخصي معلوماتو د استفادې له کبله انتقادونه شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "میتا د ټویټر په مقابل کې د تریډس په نامه نوې شبکه پرانیستله"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*