م.م او جاپان د بې‌ځایه شویو افغانانو د ملاتړ لپاره هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له جاپان سره د همکارۍ ۶ مېلیون ډالري هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک کېدو موخه د بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو افغانانو له ژوندانه ملاتړ او پر ځان‌بسیاینه بلل شوې ده چې ټاکل شوې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۱۵ زره تنه له دغې پروژې برخمن شي.

د کډ‌والو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال په دې هکله وايي:«له جایکا سره به د دې نوې همکارۍ له لارې څه باندې ۱۵زره راستانه شوي افغانان له هغو فعالیتونو برخمن شي، چې د هغوی د ځان بسیاینې او هوساینې لپاره طرحه شوې دي.»

هغه دغه‌راز په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې هېواد ته د څه باندې دوه مېلیونه افغانانو راستنېدو ته نغوته وکړه او ویې ویل، چې د دغه بهیر مدیریت به د هېواد پر وضعیت خورا ډېر اغېز ولري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان استازي زیاته کړه:«یوازې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې دوه اعشاریه یو مېلیون افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي او تمه ده، چې دا بهیر په ۲۰۲۵ کال کې هم دوام ومومي. د دغو خلکو د راستنېدو مدیریت کولای شي د پایېدونکي سوله‌ییز وضعیت او یا د ګډوډۍ د وضعیت ترمنځ توپیر رامنځته کړي.»

 په دغو مراسمو کې په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کرومایا هم له افغانانو د ملاتړ په برخه کې پر خپلې ژمنتیا ټینګار وکړ.

هغه په دې هکله زیاته کړه:«د جاپان حکومت د افغانستان له حکومته په ځانګړې توګه د کرنیزو او ټولنیز محوره بېخ‌بنايي پروژو له لارې، چې پایېدونکې او پراخې دي او د ښځو لپاره فرصتونه برابروي، خپل ملاتړ ته ژمن دی.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپورونو له مخې، جاپان له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له دغه بنسټ سره نږدې دېرش مېلیون ډالره مرسته کړې ده.

منبع

1 Comment on "م.م او جاپان د بې‌ځایه شویو افغانانو د ملاتړ لپاره هوکړه‌لیک لاسلیک کړ"

  1. په افغانستان کې بې کاري ډیره ده نو موږ له هرهیواد څخه ده هیله ده چې افغانان دوی دخپل هیواد په زور نه اوباسئ بل هغه افغانان چې په هیواد کې پاتې زماپه شمول نورهم اقتصادی مشکلاتو له وجې موږ نشو کولی چې بهار هیواد ته لاړ شو ځکه چې پیسي نه لرو دلته پخپل هیواد کې دطالبانوسره همکاری نه وی کړی وظیغه نه درکوی

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*