د پاکستان د نفوسو شمېر تر ۲۴۱ میلیونه زیات شوی دی

په پاکستان کې د وروستۍ سرشمېرنې ترمخه د هغه هېواد نفوسو شمېر تر ۲۴۱ ميليونه زیات شوی چې پکې نېږدې ۳۹ میلیونه په خیبر پښتونخوا او شاوخوا ۲۰ میلیونه وګړي په بلوچستان کې شمېرل شوي دي.

سر شمېرنه د مارچ پر لومړۍ نېټه پيل شوې وه چې د چارواکيو په خبره نن (د مې پر ۱۵مه) پایې ته رسېږي.

د تازه سرشمېرنې ترمخه په پاکستان کې تر ټولو زیات وګړي په پنجاب صوبه کې اوسېږي چې شمېر يې څه باندې ۱۲۰ ميليونه دی. پر دویم نمبر سیند صوبه ده چې د نفوسو شمېر يې څه دپاسه ۵۵ ميلیونه دی.

د پلازمینې اسلام اباد ابادي ۲۳ لکه ده. دا راز په ګلګت بلتستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې نېږدې ۶ میلیونه خلک شمېرل شوي دي.

د شماریاتو د ادارې وياند سرور ګوندل ترمخه په کراچۍ ښار کې څه باندې ۱۸.۴ ميليونه او په لاهور کې څه دپاسه ۱۲ ميليونه خلک ژوند کوي.

تازه سرشمېرنه په پاکستان کې اوومه هغه ده. تر دې وړاندې په ۲۰۱۷ز کال کې سرشمېرنه شوې وه چې پکې د هغه هېواد نفوس ۲۰۸ میلیونه ښودل شوي ول. تر وړاندې د ۱۹۹۸ز کال په سرشمېرنه کې دا شمېره ۱۳۲ میلیونه وه.

دا هم وګورئ:

په پاکستان کې، سرشمېرنه د انتخاباتي حلقو او په پارلېمان کې د یوې سیمې د منتخبو غړو شمېر ټاکلو، د طبیعي وسایلو د تقسیم په اړه د پرېکړو، او د وګړو د تعلیم، روغتیا او نورو اړتیاوو پوره کولو د اټکل لپاره کېږي.

دقبایلي ضلعو او بلوچستان ځینې مشران وایي، د هغوی د سیمو کره سرشمېرنه نه ده شوې او د سرشمېرنې د ادارې غړي هر کلي ته نه دې رسېدلي.

له باجوړه د عوامي نېشنل ګوند مخکښ مولانا خانزېب د مې پر ۱۵مه، مشال راډیو ته وویل، په تازه سرشمېرنه تحفظات لري.

هغه وویل ”یو خو له قبایلو خلک د ناامنۍ له وجې نورو سيمو ته کډه شوي او بل ډېر کلي او بانډې له شمېره پاتې شوي دي. زمونږ ابادي قصدا کمه ښودل کېږي.”

نفوسو

هلته بیا په بلوچستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستیال مشر رضا محمد رضا وایي، سرشمېرنه په پارلېمان کې د نماینده ګۍ، سیاسي واک، په بجټ کې د برخې ورکولو او نورو کارونو کې مهم رول لري. د هغه په وینا، په هره سرشمېرنه کې پښتانه پوره نه شمېرل کېږي.

هغه زیاته کړه ”د پښتنو ابادي یا خو نه ده شمېرل شوې او یا کمه شمېرل شوې ده. اندازه لګوه چې په ۲۰۱۷ز کال کې د کوټې ابادي ۲۳ لکه ښوول شوې وه خو اوس تر هغې هم کمه ښوول شوې ده”

د سرشمېرنې اداره وایي، نورو ځایونو ته کډه شوي خلک د هغو ځایونو استوګن شمېري دا ځکه چې هغوی د هغه ځایې ولسي خدمات او سهولیات کاروي او میشت دي.

اداره وایي، د پاکستان له ۶۶ ضلعو څخه ورته ورغلي شکایتونه یې هم ثبت کړي دي.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د سیاسي مشرانو سربېره اېم کیو اېم هم په سیند کې د سرشمېرنې په عمل تحفظات څرګند کړي ول او په غبرګون کې یې له حکومتي ایتلافه د وتلو ګواښ کړی وو چې بیا وروسته د هغې د حل لپاره وزیراعظم شهباز شریف د کمټۍ جوړولو امر وکړ.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان د نفوسو شمېر تر ۲۴۱ میلیونه زیات شوی دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*