سویس په افغانستان کې خپل دایمي بشري ماموریت له سره پیل کوي

د سویس بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په روان ۲۰۲۴ ز کال کې به په افغانستان کې  د خپلو بشري مرستو دفتر پرانیزي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي چې  له دې کاره یې موخه له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو کول دي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« موږ خپل دفتر په روان ۲۰۲۴ز کال کې پرانېزو چې له دې کاره مو هدف اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو رسول دي  او له دې سره به له نورو هېوادونو سره پر ګډه د افغانانونو لاسنیوی وشي. هېله لرو چې  دا ماموریت به د ملکي وګړو لپاره د لا اغېزناک ملاتړ لامل شي.»

خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې هېواد يې نيت لري چې د بشري مرستو د څانګې څلور غړي يې په افغانستان کې کار وکړي.

اخوا د سیاسي چارو کارپوهان بیا د سویس د بشري مرستو ماموریت د پېلېدو هرکلی کوي او وایي، د یاد هېواد د بشري مرستو دفتر به وکړای شي چې په هېواد کې د بې وزلۍ او بیکارۍ کچه راښکته کړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « هر څومره لکه سویس او نورې نړیوالې ټولنې خپل دفترونه په کابل او نورو ولایتونو کې خلاص کړي د افغانانو پر ګټه ده، ځکه چې په اوسنیو شرایطو کې افغانان بېړنیو مرستو ته ډېره اړتیا لري.»

سویس له دې مخکې د ۲۰۲۱ کال تر اګست میاشتې پورې په کابل کې د همکارۍ دفتر په افغانستان کې د سویس د پراختیايي مرستو پروګرامونه پلي کول، خو له افغانستانه د امریکا او متحدینو له وتلو وروسته د سویس حکومت دغه دفتر وتړه.

یو شمېر کارپوهان د سویس د بشري ماموریت په پېلیدو سره وایي، سرپرست حکومت او نړيوالې ټولني ته په کار ده چې د یوه بل غوښتنې ومني څو د ياد هېوادونو له لورې بشري مرستې سیاسي نه شي.

د سیاسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري وايي: « اسلامي امارت له ۱۷ هېوادونو سره غير رسمي تعاملات لري، نو دا چې اوس سویس هم راځي دا د اسلامي امارت لپاره ډېر ښه فرصت دی او د دې زمینه ورته برابرېږي چې په ښه ډول لابي وکړي، مثبت تعامل وکړي او له لا زیات انعطافه کار واخلي.»

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي: « په کار دا ده چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره رسمي تعامل ته راوړاندې شي او له دې لارې په افغانستان کې د بشري حالت د ښه کولو لپاره هڅې وکړي.»

 د اقتصاد وزارت په افغانستان کې د سویس بشردوستانه ماموریت د پيل هرکلی کوي او دغه راز  له ټولو مرستندویه موسسو سره د همکارۍ ډاډ ورکوي.

 د یاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري وايي، باید یادې موسسې په انکشافي برخه کې هم هېواد کې فعالیتونه پیل کړي.

نظري زیاتوي:« اسلامي امارت په هېواد کې د سویس هېواد بشردوستانه مرستو د دفتر د پرانېستلو هرکلی کوي. د اسلامي امارت  اقتصاد وزارت تل د مرستندویه ټولنو همکار و او تل یې  دا ډول ټولنو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي دي. زموږ غوښتنه دا ده چې نړیوالې او مرستندویه ټولنې د بشردوستانه مرستو ترڅنګ پراختیايي مرستې هم ترسره کړي.»

سویس داسې وخت د بشري مرستو په هدف کابل کې د یوه ماموریت د پرانېستلو خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د راپورونو پر اساس، روان ۲۰۲۴ کال څه باندې ۲۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "سویس په افغانستان کې خپل دایمي بشري ماموریت له سره پیل کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*