ننګرهار کې د یوې زړې سرګلولې چاودنې درې ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ کې د یوې ناچاوده سرګلولې د چاودنې له امله ۲ وروڼه وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د سیمې یو اوسیدونکی عزیزالرحمن وایي، چې چاودنه نن (چهارشنبه، ۲۱ د چنګاښ) سهار شاوخوا ۸:۰۰ بجې د سپین غر ولسوالۍ اړوند «شډل بازار» سیمه کې هغه مهال شوې؛ چې د یوه ځایي اوسیدونکي عبدال پاچا درې زامنو پر یوې ناچاوده سرګلولې لوبې کولې.

هغه زیاتوي په چاودنه کې د نوموړي دوه زامن چې عمرونه یې د لسو کلونو څخه کم وو، وژل شوي او یو بل ټپي دی چې د ښې درملنې په موخه یې روغتون ته انتقال کړی دی.

په ننګرهار او د هیواد په نورو ولایتونو کې د تېرو جګړو د ناچاوده توکو د چاودنې له امله وخت ناوخت دا ډول مرګونې پېښې رامنځته کیږي.

د وروستیو راپورونو له مخې د افغانستان نږدې ۶۰۶ کیلومتږټره مربع خاوره په ماینونو او چاودیدونکو توکو ککړه ده.

د سره صليب د کميټې د شمېرو له مخې تېر میلادي کال په افغانستان کې د ماينونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله ٩٩٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ کې د یوې ناچاوده سرګلولې د چاودنې له امله ۲ وروڼه وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ کې د یوې ناچاوده سرګلولې د چاودنې له امله ۲ وروڼه وژل شوي او یو بل ټپي دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ننګرهار کې د یوې زړې سرګلولې چاودنې درې ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*