
نورستان کې شاوخوا ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره خوراکي او غیر خوراکي مرستې وشوې
نورستان کې د وروستیو سېلابونو له امله له شاوخوا ۵۰۰ زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وشوې.
مسوولین وایي، دا مرستې د بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو له لوري شوي او دا لړۍ به نوره هم چټکه شي.
د نورستان مرستیال والي، فیصل مختار و ویل: «د سېلابونو له امله ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي او هېڅوک باید د خپل وس مرستې ونه سپموي.»
د نورستان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې رییس، سیف الله خالد و ویل: «پر دې سربېره به نورې مرستې هم راورسېږي.»
زیانمنې شوې کورنۍ وایي، درانه مالي او ځاني زیانونه ور اوښتي او له اړوندو مسوولو ادارو د لا نورو او بنسټیزو مرستو غوښتنه کوي.
د نورستان سېلاب ځپلي، محمد عثمان و ویل: «په ډېر بد وضعیت کې وو، خو شکر الحمدلله یو څه مرستې راورسېدې او ژوند مو پرې روان دی.»
بل سېلاب ځپلي، محمد زبیر و ویل: «سېلابونو مو کورونه او د کور ډېری وسایل ویجاړ کړي دي.»
د نورستان د ولایتي مسوولینو د مالوماتو له مخې، په مرکز پارون ښار کې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ماسپښین خونړي او ویجاړوونکي سېلاب ۲۵ کسان مړه او ۱۲۵ ټپیان کړي وو او کابو ۴۰ میلیونه ډالر مالي زیان یې اړولی و.
لومړی نظر وکړئ on "نورستان کې شاوخوا ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره خوراکي او غیر خوراکي مرستې وشوې"