نړیوال بانک: افغانستان د سوداګرۍ بیلانس کسر ۲.۴ میلیارد ډالرو ته رسیدلی

نړیوال بانک په یو تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د ښه کیدو سره سره ددغه هیواد د سوداګرۍ بیلانس د کسر کچه له دوو میلیاردو ډالرو څخه اوښتې ده.

نړیوال بانک په دغه راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ جولای ۳۱( زمري نهم ) خپور شوی ویلي، چې د افغانستان د صاداراتو کچه د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه د مۍ د میاشتې ترپایه پورې هم زیات شوې ده.

په دې راپور کې ویل شوي:” د افغانستان مجموعي صادرات د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ څخه د مۍ تر میاشتې صفر اعشاریه ۷۳ ملیاردو ډالرو ته رسیدلي دي، چې د صادراتو مهم توکی د ډبروسکاره وو. همداشان په دغه موده کې د ترکارۍ صادراتو کې یو فیصد زیاتوالی راغلی دی”.

نړیوال بانک ویلي، چې پاکستان د افغانستان د صادراتو په لومړي سر کې ځای لري او هندوستان په دوهم قطار کې ځای لري.

شمیرنې ښيي، چې افغانستان په دغه موده کې ۳.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت واردت لرل، چې د تیر۲۰۲۲ کال د همدې مودې پرتله ۳۶ فیصده زیاتوالی ښيي.

په دې راپور کې ویل شوي:” د جنورۍ او مۍ د میاشتو ترمنځ د سوداګرۍ د بیلانس کسر ۲.۴ میلیارده ډالر ته لوړ شوی”.

نړیوال بانک په دغه راپور کې په نړیوال بازار کې سوداګریزو توکو د بیو د ټیټیدو او په افغانستان باندې ددغو توکو د بیو د ټیټیدو د مثبتو اغیزو خبر ورکړی او ویلي دي، چې ددې سربیره طالبانو د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې پر عمده خوراکي توکو د پام وړ ډول ګمرکي تعرفې ټیټې کړې اوهم اقلیمي شرایطو د خوراکي تولید تولید لوړ کړی دی.

د نړیوال بانک د درییمګړي شخص په واسطه د څارنې د نظر پوښتنې له مخې په بازارونو کې د خوراکي توکو د شتون سره سره د خلکو د تقاضا کچه ټیټه شوې ده.

نړیوال بانک ویلي:” د خلکو د هوساینې په اړه د درییمې سروې لومړنۍ پایلې ښيي، چې په افغانستان کې له نیمايي څخه زیاتې کورنۍ د معیشت د برابرولو په برخه کې لا هم د مهمو ننګونو سره مخ دي او مخ په زیاتیدونکي ډول نړیوالو مرستو او د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره په حوالو (د صرافانو پواسطه د پیسو استول) باندې متکي دي.

په دې راپور کې راغلي، چې افغانستان د ۲۰۲۳ کال په څلورو لومړیو مالي میاشتو کې ۶۳ میلیاده افغانۍ راټولې کړي دي، چې د تیرکال د همدې مودې پرتله ۱۶ فیصده زیاتوالی ښيي.

د نړیوال بانک له نظره ددغې ودې اصلي دلیل سرحدي مالیې لکه ګمرکي عواید او پرکارونو باندې د مالیاتو له امله دی چې د تیرمالي کال د څلورو لومړیو میاشتو پرتله سږکال په کې ۲۳ فیصده زیاتوالی راغلی دی. همدارنګه د وارداتو زیاتوالي هم د عوایدو په زیاتیدو کې ونډه لرله.

په دې راپور کې ویل شوي:”په دې دوره کې د افغانستان ګمرکونو د ټولو مجموعي راټول شویو عوایدو تقریبا۶۰ سلنه د ایران او پاکستان په سرحدونو کې راټول شوي دي.

نړیوال بانک دا هم تائیده کړې، چې په کور دننه داخلي عوایدو راټولیدل هم ښه شوي او د تیرکال پرتله په کې اوه فیصده زیاتوالی راغلی دی.

خودا زیاتوالی د کانونو د امتیاز حق او خلکو ته د پاسپورټونو د ویشلو څخه د ترلاسه شوو پیسو څخه لاس ته راغلی دی.

طالبانو غبرګون

د طالبانو حکومت د نړیوال بانک ددغه راپور هرکلی کړی او ویلي دي، چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کیدو په اړه چې په دغه راپور کې کومې شمیرنې ذکر شوي سمي او واقعي شمیرنې دي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر د سه شنبې په ورځ، اګسټ لومړی
(زمري لسمه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو د حکومت په دوره کې په پرمختګونو باید سترګې پټې نشي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:” اسلامي امارت( طالبانو حکومت) په دې باور دی، چې که چیرې نړیواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه کړي، محدودیتونه لیرې کړي او د افغانستان کنګل شوې شتمني خوشې کړي په دې صورت کې به افغانستان د نورو برخو په ګډون په اقتصادي ډګر کې د پام وړ پرمختګ وکړي”.

د طالبانو حکومت په دغه اعلامیه کې د نړیوال بانک څخه غوښتي، چې په افغانستان کې یې چې کومې پروژې نیمه تمامې پریښې پر هغو پروژو دې له سر کار پیل کړي او دا پروژې دې بشپړې کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نړیوال بانک: افغانستان د سوداګرۍ بیلانس کسر ۲.۴ میلیارد ډالرو ته رسیدلی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*