هالنډ ارزګان کې د۲۰۰۷کال د برید قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکړې هوکړه کړې

د هالنډ دفاع وزیرې ویلی دي چې هېواد یې د هغو ۲۰ ولسي وګړو کورنیو ته چې په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې افغانستان کې د هالنډ د ځواکونو له خوا وژل شوي، غرامت ورکوي.

دغې هالنډۍ جګپوړې چارواکې زیاته کړې چې دغه کسان د ارزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې د هالنډي ځواکونو په یوه عملیات کې وژل شوي وو.

د هالنډ دفاع وزارت په یوه لیک کې د دغه هېواد پارلمان ته ویلي:«د څه باندې ۱۵ کلونو له تېرېدو وروسته، اوس هم د دې د اثبات لپاره چې «کوالا» هغه مهال یو نظامي هدف و، اضافي معلومات نشته. همدا چاره د محکمې د قضاوت لپاره ټاکونکی اهمیت لري. نو دولت به د بیا کتنې غوښتنه ونه کړي او د تاوان په ورکړې سره به د محکمې د پرېکړې اطاعت وکړي.»

له دې سره هم مهاله په ارزګان کې د قربانیانو ځينې کورنۍ د دې پېښې عاملانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.

باز محمد وایي، چې د هالنډي ځواکونو په بمبارکې یې د کورنۍ څلور غړي وژل شوي اوس د غرامت غوښتونکی دی.
                       
باز محمد په دې هکله وویل:«زما له کورنۍ څلور تنه شهیدان شوي.»

په ارزګان کې د ناټو د بریدونو د قربانیانو ډيری کورنۍ د دې پېښې عاملانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.
                   
د ارزګان اوسېدونکی محمد داوود زیاته کړه:«دوی باید محکمې ته وکاږل شي او هره پرېکړه چې محکمې وکړه موږ ته منظوره ده.»
 
د افغانستان دولت ویاند وایي، چې په هېواد کې دا ډول پېښې زیاتې دي او هغه هېوادونه چې د دغو بمباریو عاملان دي، باید د قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکړي.
               
د افغانستان دولت ویاند څرګندوي:«د هغوی ټول غرامت دې وکړل شي، دغه کورنۍ حق لري چې د هغوی غرامت ورکړل شي او همدارنګه نورې کورنۍ که چېرې په دې اړه اسناد وړاندې کړي او له شک پرته چې شته هغوی ته دې هم هېوادونه غرامت ورکړي.»

تر دې وړاندې د اسټرالیا د عدالت نړۍوال مرکز د دغه هېواد له حکومته غوښتي دي، چې په افغانستان کې د هغو ولسي وګړو کورنیو ته غرامت ورکړي، چې د اسټرالیایي ځواکونو په بریدونو کې زیانمن شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هالنډ ارزګان کې د۲۰۰۷کال د برید قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکړې هوکړه کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*