
هرات ښار کې د یو نیم میلیارد افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې
د هرات ښاروالۍ د څه باندې یو نیم میلیارد افغانیو په لګښت د یوه دولس پوړیز سوداګریز مرکز او د حوزوي روغتون مخې ته د ځمکې لاندې لارو جوړولو چارې پیل کړې.
د ښاروالیو د چارو د همغږۍ رییس، محمد اسحاق اخندزاده و ویل: «د دې پروژې د لومړۍ برخې لګښت ۱۵۰ میلیونه افغانۍ دی. د دې ودانۍ ټول لګښت د هرات ښاروالۍ له عوایدو تمویلیږي.»
په ورته مهال د هرات ښاروالۍ د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت درې نورې پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
په دې پروژو کې تر ځمکې لاندې سړکونه، د تیاتر ودانۍ او د ښار د حلقوي سړک یوه برخه شامله ده.
د هرات ښاروالۍ تخنیکي او سکټوري امر، احمد رشاد صافي و ویل: «دا پروژې چې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي، یوه یې تر ځمکې لاندې لار ده چې په دوو برخو کې د ۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوې او بله د تیاتر ودانۍ پروژه ده چې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.»
د هرات اوسېدونکي د دې پروژو هرکلی کوي خو وایي، د دې پروژو پر کار باید جدي څار وشي.
د هرات اوسېدونکی زلمی نظری وایي: «پر دې پروژو باید جدي څارنه وشي او د پلي کوونکو له لوري باید کار په بنسټیز ډول ترسره شي، څو پروژه په ټاکلي وخت بشپړه شي.»
د هرات د کسبګرو خونې رییس، عبدالقدیر اکبري و ویل: «دغه پروژې د هرات د خلکو لپاره ویاړ دي. هره ودانۍ چې جوړیږي، ښار ورسره ښکلی کیږي.»
د هرات ښاروالۍ د مالوماتو له مخې، سږ کال د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت شاوخوا ۸۰ کوچنۍ او لویې پروژې پلي کوي.
دا پروژې د سړکونو، لښتیو، ودانیزو چارو، د لارو رڼا کولو او د ښار د زرغونتیا په برخو کې دي.
لومړی نظر وکړئ on "هرات ښار کې د یو نیم میلیارد افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې"