
هرات کې د راستنېدونکو د ننګونو او فرصتونو په اړه د څېړنیز کتاب مخکتنه وشوه
په هرات کې د متخصصانو شورا له لوري د راستنېدونکو افغانانو د ننګونو او د دوی لپاره د شته فرصتونو په اړه د یوه څېړنیز کتاب مخکتنه وشوه.
د دې کتاب د څېړنې پر بنسټ، له ګاونډیو او نورو هېوادونو راستنېدونکي افغانان کولای شي چې په خپلو مهارتونو سره د هېواد په پراختیا کې ونډه واخلي.
دغه څېړنه د پنځو څېړونکو له خوا په تېرو شپږو میاشتو ترسره شوې ده.
د هرات د متخصصانو شورا رییس، محمد رفیق شهیر و ویل: «د دې لپاره چې د کډوالو د راستنېدو له امله رامنځته شوي فرصتونه او ننګونې په علمي او دقیق ډول وڅېړل شي، موږ شپږ میاشتې پر دې څېړنه کار وکړ. نن یې پایلې وړاندې شوې او له اجرايي مسوولینو سره به یې هم شریکې کړو، څو د خپلو پروګرامونو په ښه تطبیق کې ترې ګټه واخلي.»
د دې څېړنې د موندنو له مخې، له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو راستنېدل د هېواد د پرمختګ لپاره پر یو مهم فرصت بدل شوی دی.
په څېړنه کې راغلي چې ډېری راستانه شوي مسلکي مهارتونه او تخنیکي پوهه لري او کولی شي د هېواد په بیارغونه او پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
څېړونکی او د پوهنتون استاد، نذیر احمد سدید په دې اړه وایي: «هغه کسان چې تازه له بېلابېلو هېوادونو راستانه شوي، له ځان سره یې پانګه، نوې مفکورې، مهارتونه او کاري تجربې راوړي دي. که مناسب مدیریتي سیسټم موجود وي، دا وړتیاوې کولای شي افغانستان د پرمختګ او ودې پر لور رهبري کړي.»
څېړونکي، عبدالرحمان کریمي و ویل: «حکومت کولای شي له دې فرصته ګټه واخلي او هغه متخصص بشري ځواک چې له بهرنیو هېوادونو راګرځېدلی، په ځانګړې توګه په اقتصادي برخو کې په سمه توګه وکاروي.»
د یاد کتاب موندنې دغه راز بېکاري، بېوزلي او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلې پاتې کېدل د راستنو شویو له اساسي ننګونو بولي.
څېړونکې، افسانه واحدیار په دې اړه وایي: «هغه مېرمنې چې موږ ورسره خبرې کړي، ویلي یې دي چې افغانستان ته له راستنېدو وروسته یې تر ټولو لویه اندېښنه د خپلو لوڼو لپاره د زدهکړو د فرصت نشتوالی دی. د دوی ماشومان په ګاونډیو هېوادونو کې زدهکړې کولې او دوی خپله هم هلته پر کار بوختې وې.»
په هرات کې ځايي چارواکي وايي چې د دې څېړنې له موندنو به د کډوالو لپاره په خپلو پروګرامونو کې ګټه واخلي.
په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مرستیال، رحمت الله فیضان و ویل: «په دې نوي اثر کې د افغانستان دولت ته ډېر مهم وړاندیزونه شوي دي. موږ به دا سپارښتنې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارو، څو د دې څېړنې د سپارښتنو پر بنسټ خپلې راتلونکې پرېکړې وکړي.»
ګاونډیو هېوادونو په تېرو دوو کلونو کې ګڼ شمېر افغانان هېواد ته راستانه کړل. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دې موده کې نږدې شپږ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د دغو کسانو یوه لویه برخه په زوره او یو شمېر نور بیا په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "هرات کې د راستنېدونکو د ننګونو او فرصتونو په اړه د څېړنیز کتاب مخکتنه وشوه"