داعش ولې د خپل منهج خلاف د خپل زعيم هويت پټ ساتي..؟

داعش د خپل لومړي زعيم چې دوی خليفه ونوماوه، د هغه ټول هويت او کارنامې، سره د هغه د انځوريزو او صوتي پيغامونو نشر کړل، دا یې خپل منهج وګرځاوه او د دين يوه برخه یې حساب کړه. د بغدادي د وژلو څخه وروسته، دا څلورم زعيم دی، چې ټاکل کيږي، ليکن داعش د هر نوي زعيم د هويت پر ځای، د هغه د نوم پر ښکاره کولو اکتفاء کوي. حال دا چې داعش په نوره نړۍ کې د نورو جهادي تنظیمونو او اشخاصو احتياط او د دُښمن د هدف ګرځولو څخه ځان پټ ساتل، د اسلام څخه خروج او اطاعت یې ورته باطل ګاڼه. دوی به ویل چې ورک امير غير شرعي او اطاعت یې په اسلام کې نشته، خو نن خپله (د دوی په وينا) غير شرعي او غير اسلامي کارونو ته رجوع کوي او د خپل څلورم زعيم هويت پټ ساتي.

دا کار د داعش د منهج سراسر خلاف دی، ځکه داعش د امير د هويت ښکاره کول فرض بولي، چې په همدې دليل یې د ډېرو جهادي تنظيمونو سره جنګ روا باله او د هغوی وينې یې مباح ګڼلې، که چېرې د داعش د مرکزيت په اړه خبره وکړو، نو د داعش لپاره هېڅ مرکزيت نشته او ختم دی، ليکن يو ګروپ اداري خلک په عراق او يو ګروپ یې په سوريا کې دي او دواړه د يو بل څخه جلا مستقل قيادت لري، د داعش کومه رهبري او عامه قيادت چې په سوريا کې وو، په ډېره کچه کنترول او واک یې د عراقيانو په لاس کې وو، ليکن د ابو ساره العراقي د وژلو څخه وروسته، دغه واک، تر ډېره حده محدود شو، ځکه د داعش لومړی کهول مکمل ختم شوی وو، چې اوس د داعش په داخل کې د عراقيانو هغه واک نشته.

څنګه چې يې ګومان کېږي، بل نوی عرف چې د داعش په منځ کې را پيدا شوی، هغه دا چې زعيم د عراقيانو او وياند د سوريانو څخه ټاکل کېږي او وياند فقط رسنيز فعاليتونه پر مخ نه وړي، بلکې د زعيم مرستيال ټاکل کېږي، تر څو د عراقيانو او سوريانو يا هم د نورو اجنبيانو تر منځ د واک توازن برابر وساتي.

او دا هم ثابته خبره ده چې په عراق کې هيڅ مرکزيت شتون نه لري او د جنګ سالارۍ يو باد پکې چليږي. ځينې کسان لکه؛ عبدالله الرفيعي خپله برلاسي ښايي، چې دی د عراق والي وو، ليکن په سوريا کې چې د ده هېڅ دنده هم نه ده، مداخله کوله. اوس هم ډېری داعشيان غوښتنه کوي، چې مرکزيت دې له سوريا څخه منتقل کړای شي، ليکن د دې مخالفت کيږي؛ ځکه په دې کار سره د شام ولايت په نامه څانګه مکمل سقوط کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "داعش ولې د خپل منهج خلاف د خپل زعيم هويت پټ ساتي..؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*