ولي په افغانستان کي د سيمه ايزو راډيوګانو اورېدونکي لږ شوي؟

ولي په افغانستان کي د سيمه ايزو راډيوګانو اورېدونکي لږ شوي؟
ولي په افغانستان کي د سيمه ايزو راډيوګانو اورېدونکي لږ شوي؟

په افغانستان کې د سیمه‌ ايزو راډیوګانو مسوولان وايي چې د نشراتي فعالیت ساحه يې تر پخوا محدوده شوې او د تفریحي پروګرامونو نشت ‌والي يې نشرات کم ‌رنګه کړي ‌دي.

د افغانستان په اته ولایتونو کې د ځینو سیمه ايزو راډیويي شبکو مسئولان او کارکوونکي چې د ځينو تفريحی خپرونو د نشت ‌والي له امله يې، نشراتي ساعتونه کم کړي ‌دي.

ځینو دغو ژورنالیستانو چې د نوم له نشره ډډه کړې، ويلي دي چې ډېر کله تکراري پروګرامونه نشروي او پر سیاسي ګردي میزونو سربېره يې هنري، سندریزې او انتقادي خپرونې بندې شوي ‌دي.

راډيويي نشرات

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ۱۱ ماده ایزه اصولو کې، د نورو محدودیتونو ترڅنګ پر تفریحي خپرونو، موسیقۍ او سریالونو بندیز لګېدلی چې د کارکوونکو په وينا، راډيويي شبکو ډېره تکیه هم پر دغو خپرونو وه.

په کندهار کې د څانګې راډيو مسوول‌ مدیر اغاشېر منار، دویچه ‌ویله ته وويل، تر سقوط وروسته سیمه ایزو راډيوګانو په خپلو نشراتو کې د موسیقۍ ترڅنګ سیاسي ګردي میزونه او انتقادې خپرونې بند کړي دي.

منار وايي: «د اوس له پاره موږ په خپله راډیو کې اسلامي خپرونې، سپورټي خبرونه، روغتیايي او معلوماتي برنامې نشروو، تفریحي خپرونې بندې دي او ښځینه کارمندې نه لرو.» د ده په وينا د پخوا په څېر د خپرونو نه نشرولو له امله يې اورېدونکي کم شوي او اعلانات نه‌ شي ترلاسه کولی، ځکه خو له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

په مزارشریف کې د “راډیو نهاد” مسئول مدیر سید محمد یزدان‌پرست، بیا وايي چې په تېرو ۲۱ میاشتو کې د رسنيو د خپرونو د محتوا او نشراتي پوښښ په برخه کې د پام وړ تغییرات راغلي دي.

د یزدان‌پرست په خبره، تازه مقرراتو رسنۍ اړاېستي چې پر نشراتي سکېجولونو او پروګرانونو بیا کتنه وکړي، څو د ده په وينا د خپلو اورېدونکو له غوښتنو سره سم خپرونې وړاندې کړای شي.

بله خوا په ننګرهار کې د مزل راډيو مسئول مدیر شاه محمود شینواری بیا یادونه کوي: «د محلي رسنيو ډېره تکیه پر تفریحي خپرونو وه، خو هغه خپرونې اوس نشته.»

په افغانستان کې د طالبانو تر بیا حاکمیت وروسته پر رسنیو باندې هم بندیزونه وضع شوي دي او تر ډیره پورې د موسیقۍ اړوند پروګرامونه منع کړل شوي دي.

شینواری په سیمه‌ ایزو راډيويي شبکو کې د ظرفیتونو کموالی بله ستونزه ګني چې، وکولای شي د تازه مقرراتو په پام کې نېولو سره، په نوې بڼه تفریحي خپرونې جوړې کړي.

اورېدونکي

په افغانستان کې د پخواني حکومت پر مهال، ټول ‌ټال ۳۰۹ راډيوګانو فعالیت درلود. د رسنيو ملاتړ ادارو د معلوماتو پر بنسټ، تر سقوط وروسته له دې ډلې تر سلو ډېرې راډيويي ‌شبکې تړل شوي ‌دي.

طالب ویاندیانو د دې رسنيو د تړل کېدو اصلي لامل، اقتصادي ستونزې بللي، خو د راډيوګانو ځیني مسئولان، د تفریحي خپرونو بندیز هم، د سیمه ایزو راډيوګانو د تړل کېدو یو ستر لامل ګڼلی.

د بدخشان ولایت اوسېدونکې سعیده سخی‌زاده وايي، په سیمه‌ ايزو راډیوګانې کې پخوانې تفریحي خپرونې نه نشرېږي او هغه خپرونې هم بند شوي چې اورېدونکو به په ټلیفوني اړیکه کې د خوښې وړ سندرو د نشر غوښتنه ترې کوله.

سخي‌زاده وايي: «اوسنې راډيويي خپرونې د تفريح له پاره هیڅ نه لري.»

د کونړ ولایت اوسېدونکی علاوالدین شجاع وايي: «نن سبا خلک راډیوګانې ځکه نه اوري چې د سا‌تېري له پاره تفریحي پروګرامونه نه ‌لري.» پخوانی ژورنالیست سهار ناصري چې په راډيويي شبکو کې د کار سابقه لري، دويچه ویله ته وویل، چې تازه محدودیتونو تر ټولو ډېر زیان محلي راډیوګانو ته اړولی او د مخاطب د خوښې وړ محتوا د نشت‌والي له امله ډېر اورېدونکي نه لري.

ناصري وايي: «هرې راډیو به د کابو ۱۵ ساعته نشراتو ډېره برخه تفریحي خپرونې وې، په ‌دې کې موسقي وه، تفریح وه او له اورېدونکو سره د خبرو اترو ژوندۍ خپرونې. دې خپرونو زرګونه مينه‌وال درلودل، چې دغو رسنيو ته يې ښه اقتصادي مارکیټ هم برابر کړی و.»

لیدلوري

د رسنیو د چارو اګاه او د ژونالیستانو د حقونو ملاتړی ضياء بومیا وايي، تازه محدیتونو د رسنیو په ځانګړې توګه د راډیوګانو پر نشراتو بده اغېز لرلې.

بومیا وايي: «کله چې نوی نظام راغی، موسیقي بنده شوه، په رسنيو کې د ښځينه‌و پر کار بندیز ولګېد، د خپرونو چلوونکو سره د اورېدونکو په ځانکړې توګه د نجونو ټوکې ‌ټکالې حرام وګڼل شوې…نو دا سل په سلو کې د رسنيو پر تفریحي برخې اغېز لرلی شي.»

نوموړی د دې اغېز ستر لامل د ظرفیتونو کمښت ترڅنګ دا ګڼي چې د ده په ټکو په رسنيو کې له پخوا هم د تفریح له پاره واضح تعریف نه و او نه وې توانېدلې چې ټولنیز مسايل په اکاډمیکه توګه په تفریحي ادبیاتو کې بیان کړي.

بله خوا بیا د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي پخوانی استاد بیت الله حمیدي وايي، چې محلي راډيوګانو هغه څه نشرول چې اورېدونکو یې غوښتنه درلوده: «د توليد په اړه بحث پای نه مومي، د جمهوریت په وخت کې به رسنيو ځينې نیمګرتیاوې درلودې، خو ګټې يې هم وې، نو که د هغه ستونزو پر ځای دا بشپړ فلټ فارم له منځه وړئ، دا غلطه ده. دا یوازې بهانه او پر رسنيو محدودیت وضع کول دي.»

له دې ټولو سره سره، د رسنیو یو شمېر اورېدونکي او ليدونکي وايي چې په افغانستان کې پر محلي راډيوګانو سربېره د ټلويزيوني چينلونو تفریحي خپرونې هم کم ‌رنګه شوي، نشراتي محتوا يې محدوده ده او د موسيقۍ ترڅنګ پکې ټول هغه سریالونه بند شوي چې پخوا به نشرېدل.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ولي په افغانستان کي د سيمه ايزو راډيوګانو اورېدونکي لږ شوي؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*