عمران خان: که حکومت سمدستي اسمبلي ماتوي او ټاکنې کوي نو خبرو ته چمتو یو

د پاکستان مخکېني لومړي وزیر او د تحریک انصاف مشر عمران خان د اسلام اباد لوړه محکمه کې له خبریالانو سره په نارسمي خبرو کې ویلي چې د ټاکنې لپاره مذاکراتو ته چمتو دی.

ښاغلي خان ویلي، “که حکومت سمدستي اسمبلي ماتوي او ټاکنې کوي نو خبرو ته چمتو یو خو که بیا د سپتمبر او اکتوبر خبرې کوي‌ نو د مذاکراتو هېڅ اړتیا نه شته”

له عمران خان د پاکستان د اساسي قانون او اسمبلیو اړوند پوښتنه وشوه نو ده په ځواب کې پر اوسنیو چارواکو تور پورې کړ چې “دلته کوم اساسي قانون هم شته؟ دوی خو اساسي قانون ماتول غواړي خو موږ پرې ولاړ یو. موږ د قانون پر حاکمیت ټينګار کوو خو دوی قانون ماتوي او د محکمې سپکاوی کوي”

“که د مئ پر ۱۴مه ټاکنې ونه شي نو بیا؟”

عمران خان وپوښتل شو چې که د مئ پر ۱۴مه ټاکنې ونه شي نو څه به وشي؟

ښاغلي خان وویل، “بیا به اساسي قانون مات شي او که داسې وشي نو بیا به د هماغه خبره چلېږي چې زورور وي”

د ده په خبره، “موږ تل د سترې محکمې هره پرېکړه منلې ده او له اساسي قانون سره ولاړ یو”

شهباز شریف
د عکس تشریح، لومړي وزیر شهباز شريف په پارلمان کې ۱۸۰ رایو په ګټلو سره بریالی شوی چې د اسمبلۍ د باور رايه ترلاسه کړي.

د ادارو په خلاف د بغاوت لپاره د خلکو د هڅولو په قضیه کې تازه د پاکستان د دغه لومړي وزیر ضمانت منل شوی دی.

ښاغلی خان ته د مئ تر درېیمې نېټې په ضمانت خوشې شوی دی.

د یادولو ده چې د تحریک انصاف مشر تر دې مخکې ویلي وو، که حکومت ځينو شرطونو ته غاړه کیږدي، دی په ځنډ د ټاکنو تر سره کولو غوښتنه منلی شي.

عمران خان یاده کړې وه چې که حکومت سر له بلې میاشتې ملي اسمبلي منحل کړي، عمومي ټاکنې په جولای میاشت کې کېدای شي.

د تحریک انصاف لومړي مرستیال شاه محمود قریشي هم ویلي وو چې دوی مذاکراتو ته چمتو دي خو په خبره یې، حکومت د خبرو اترو پر ځای له ټاکنو د وتلو لاره غوره کوي او “په تېښته دی”

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان قامي اسمبلۍ مشر راجه پروېز اشرف ویلي، لومړي وزیر شهباز شريف په پارلمان کې ۱۸۰ رایو په ګټلو سره بریالی شوی چې د اسمبلۍ د باور رايه ترلاسه کړي.

شهباز شريف د باور رایې تر اخېستو وروسته د ولسي جرګې له ټولو غړو مننه کړې.

په پاکستان کې اوسنۍ سیاسي ناندرۍ له هغه وخته پیل شوې چې عمران خان او د ګوند غړي یې له واکه وغورځول شول.

دوی له هماغه راهیسې د ټاکنو غوښتنه کوي

منبع

لومړی نظر وکړئ on "عمران خان: که حکومت سمدستي اسمبلي ماتوي او ټاکنې کوي نو خبرو ته چمتو یو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*