په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي توکو کانټینرونه درول شوي

په چین کې د افغان وارد کوونکو او باور وړوونکو ټولنه د کراچۍ په بندر کې د څه باندې زر ټرانزیټي توکو د کانټینرونو د درولو شکایت کوي.

د دغې ټولنې مشر وایي چې پاکستان د نړۍوالو قوانیونو څخه په سرغړونې، د سوداګریزو توکو د ټرانزیټي کانټینرونو په درولو سره افغان سوداګرو ته په میلیونونو ډالرو زیان اړولی دی. 

په چین کې د افغان وارد کوونکو او بار وړوونکو ټولنې مشر خان آغا ګل‌زاده و ویل:«د پاکستان په ټرانزیټي لارې کې د ډېرې وارداتي توکو مخه نیول شوی، لکه کالي، ټایرونه او ساختماني توکي .»

یو شمېر سوداګر د سرپرست حکومت څخه غواړي تر څو په کراچۍ بندر کې د هېواد د سوداګرو ستونزې له پاکستاني حکومت سره د ډیپلوماټیکې لارې حل کړي.

افغان سوداګر، احمد ضیاء نیک‌اندیش و ویل: « په کراچۍ بندر کې مو ۲۰ تر ۲۵ هغه کانټینرونه بند دي چې موږ له دوبۍ او چین څخه وارد کړي دي.»

بل افغان سوداګر، زلمې سروري په دې اړه و ویل: « افغان سوداګرو لپاره اسانه او ارزانه لاره د کراچۍ بندر دی، ځکه خو سوداګر اړ دي تر څو له دغې لارې توکي انتقال کړي. نورې لارې هم شته لکه د عبار بندر او د ازبکستان لاره خو له دغو لارو څخه د توکو انتقال ډېر وخت نیسي.»

د  کابل او  اسلام آباد تر منځ د اړیکو د ترینګلتیا وروسته، افغان سوداګر په کراچۍ بندر او تورخم پوله کې د خصوصي سکتور پر وړاندې د پاکستاني حکومت د فشارونو څخه په پرلپسې ډول ګیلې کوي.

د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې هم تیره ورځ د ټرانزیټ په برخه کې د پاکستان له لورې  لګیدلي بندیزونه د نړۍوالو اوصول خلاف وبلل.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي توکو کانټینرونه درول شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*