د افغانستان په خاوره کې د افغان – ټرانس وسپنې پټلۍ مسیر وروستی شو

ازیبکستان او پاکستان د بلخ – پکتیا له لارې د افغان – ټرانس وسپنې پټلۍ پر پروژې هوکړه وکړه.

د وسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسیمع درانی وايي، په اسلام اباد کې د ازبیکستان، افغانستان او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې د دغې پروژې د تخنیکي ارزونې پر امکان، کیفیت او د عملي کار پر پېل هم خبرې اترې وشوې.

د هغه په وینا، د نړۍوالو سازمانونو د پانګونو د جلب په موخه د افغان – ټرانس وسپنې پټلۍ پروژې په تړاو د کره معلوماتو د راټولولو یو کلن پروګرام هم منظور شو.

عبدالسمیع دراني وویل:«د افغان – ټرانس د پروژې په مسیر کې چې له مزارشریف څخه د پکتیا د خرلاچي تر سیمې دوام پيدا کوي، د درې واړو هېوادونو له لوري پرې هوکړه شوې ده.»

د کانونو او صنایعو خونه بیا وايي، د افغان – ټرانس پروژې په عملي کېدو سره به د هېواد د سوداګریزو چارو د لاغوړېدا سربېره د اقتصاد په برخه کې به د سیمې هېوادونو اړیکې لاپسې پراخې شي.

د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وویل:«د افغان – ټرانس وسپنې پټلۍ پروژه له اقتصادي پلوه زموږ لپاره د صنعتي او سوداګریزو توکو په لېږد او وارداتو کې د اهمیت وړ ده. همدا ډول د ازبیکستان او پاکستان لپاره هم اهمیت لري؛ ځکه منځنۍ اسیا له سوېلي اسیا سره نښلوي.»

ځينې سوداګر بیا پر دې باور دي چې د افغان – ټرانس وسپنې پټلۍ پروژې له عملي کېدو سر به د سیمې هېوادونو ترمنځ په اقتصادي فعالیتونو کې له پرمختګ سربېره زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د سکرو ډبرو د صادرونکو د ټولنې رییس محمد رسول توتاخېل وايي:«له پاکستان سره د پکتیا له لارې د افغان – ټرانس د وسپنې پټلۍ پروژې د تطبیق په درشل کې، د درې واړو هېوادونو؛ ازبیکستان، افغانستان او پاکستان پرېکړه یو ښه زېری دی او دغه پروژه د افغانستان د ټولو خلکو په ګټه ده.»

د پانګونې او سوداګرۍ خونې د دارالانشا رییس خان محمد سرفراز باز څرګندوي:«دغه وسپنې پټلۍ به له ازبیکستانه پاکستان ته او له پاکستانه ازبیکستان ته د توکو لېږد به د افغانستان خاوره به ډېره ارزښتمنه کړي او زموږ د خلکو لپاره به کار پيدا شي او سوداګري به هم وده وکړي.»

د وسپنې پټلۍ ادارې د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، د افغان – ټرانس د وسپنې پټلۍ پروژه له مزارشریف – ننګرهار څخه مزارشریف – پکتیا ته په بدلېدو سره به د افغانستان او پاکستان په خاوره کې د وسپنې پټلۍ لار شاوخوا ۳۴۰ کیلومټره رالنډه شي او ورسره به د دغې سیمه‌ییزې پروژې په لګښت کې شاوخوا یو نیم مېلیارد ډالره سپما وشي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان په خاوره کې د افغان – ټرانس وسپنې پټلۍ مسیر وروستی شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*