«پاکستاني توکمه نارينه ښځو ته په سپکه سترګه ګوري»

«پاکستاني توکمه نارينه ښځو ته په سپکه سترګه ګوري»
«پاکستاني توکمه نارينه ښځو ته په سپکه سترګه ګوري»

د بريتانيا د کورنيو چارو وزيرې ويلي دي چې د پاکستاني توکمه نارينه وو کلتوري ارزښتونه د بريتانوي ارزښتونو سره په ټکر کې دي. د هغې پر دې څرګندونو سختې نيوکې شوي او «پارونکې» او د «نژادي جګړو» د پېلولو مترادف بلل شوي دي.

سويلا بريورمين د بريتانيا د خبري کانال سکای نیوز سره په مرکه کې په خټه پاکستاني نارينه د ګرومنګ ګينګ يا د «جنسي جرمونو د ترسره کوونکو» سره پرتله کړي چې د «انګریزو نجونو په بې لارې کولو، پر هغوی د جنسي تيري، په نشه يي توکو یې د اخته کولو او هغوی ته د زيان رسولو» په څېر جرمونو کې لاس لري.

بريورمین ويلي چې دا ډول پاکستاني توکمه نارينه، چې له ماشومانو څخه د ناوړه جنسي ګټې پورته کوونکو ډلو يا شبکو سره تړاو لري، هڅه کوي چې د ستونزو ښکار سپين پوسته انګریزې نجونې خپل هدف وګرځوي. نوموړې زياته کړې چې دا هغه خلک دي چې «کلتوري ارزښتونه یې د بريتانوي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.»

سويلا بريورمين نور څه ويلي؟

د بريتانيا د کورنيو چارو دې وزيرې زياته کړې ده: «پاکستاني توکمه نارينه ښځو ته په سپکه سترګه ګوري او د هغوی پر وړاندې فرسوده او له کرکې ډک چلن څخه کار اخلي.»

سويلا بريورمين د رودرهم ښار څخه هغو رپوټونو ته اشاره وکړه چې له ماشومانو څخه د ناوړه جنسي استفادې په اړه ول چې پکې پنځه پاکستاني توکمه نارينه د کم سنه نجونو د پالنې پر وخت له هغوی څخه د ناوړه جنسي استفادې له کبله مجرم بلل شوي ول. دا په داسې حال کې وه چې د مرکې په ترڅ کې د بريورمین پام د کورنیو چارو د ۲۰۲۰م کال هغه رپوټونو ته را وګرځول شو چې له مخه یې له ماشومانو سره په جنسي تیري کوونکو ډلو يا ګرومنګ ګينګ کې زياتره تر ۳۰ کلونو کم لرونکي سپين پوسته نارينه شامل وي.

ګرومنګ ګینګ هغو ډلو ته ويل کیږي چې له ستونزو ښکار ماشومانو څخه د هغوی د پالنې په ترڅ کې د ويرولو او ګواښولو له لارې له هغوی ناوړه جنسي ګټه پورته کوي.  

بريورمين وويل: «ګرومنګ ګینګ زموږ د هېواد پر لمنه يو بدرنګ داغ دی.» نوموړې زیاته کړه: «موږ ليدلي چې دولتي ادارې، ټولنیز فعالان، ښوونکي او پوليس د استحصال علایم ويني خو د سياسي دلایلو پر اساس ترې سترګې پټوي. ځکه چې دوی دا ويره لري چې توکمپاله او يا منافق به وبلل شي. د دې په پایله کې له زرونو ماشومانو د هغو ماشومتوب غلا شوی او ويجاړ شوی دی.»

د بريورمین پر څرګندونو سخت انتقاد

د ويست یارکشاير ښاروالې تريستي بريبن د سویلا بريورمین پر څرګندونو د غبرګون په ترڅ کې وویل: «دا يو ډېر زيات سياسي بيان دی.»

د «ريډ کليکتيو» په نوم بريتانوي ډلې هم د بريورمين څرګندونې غندلي دي. د دې ډلې له خوا زياته شوې چې «دا د رنګين پوسته خلکو په ځانګړي توګه د پاکستانيانو د شيطان په توګه د معرفي کولو يو عمل دی.» دې ډلې د بريتانيا په سياست کې د توکمپالنې او بیل والي د چلن په څېر ستونزو د حلول کولو پر اړتيا ټينګار وکړ. 

په بريتانيا کې پخواني لوی څارنوال نذیز افضل د ماشومانو د جنسي استحصال په ارقامو کې د سپين پوستو مجرمينو اکثريت ته په اشارې سره وويل: «سويلا بريورمين پوهيږي چې له ماشومانو سره ناوړه چلن کوونکي ۸۴ سلنه مجرمان سپين پوسته بريتانويان دي خو نوموړې پر هغه څه خبرې کول غوره کړي چې په اصل کې نشته.»

له مهاجرينو سره د مرستې د «پازيټو ایکشن ان هاوسنګ» په نوم غير دولتي ټولنې مشرې روبينه اشرف د پاکستاني – بريتانوي ټولنې له «مطلق ناسم استازيتوب» له کبله له بريور څخه غوښتنه وکړه چې بخښه وغواړي او ویې ويل چې د هغې ژبه او خبرې «د منلو نه دي.»

د بريتانيا د صدراعظم څرګندونې

د بريتانيا له لومړي وزير رشي سوناک څخه وپوښتل شول چې د کورنيو چارو وزيرې یې ولې په ځانګړي توګه د بریتانوي پاکستاني ګینګ يا ډلې يادونه وکړه، په داسې حال کې چې په دې اړه ډېر څرګند شواهد نه شته چې له ماشومانو څخه د ناوړه جنسي استفادې په قضيو کې يوازې د يوې ټولنې خلک دخيل دي. نوموړي وويل چې حکومت د دې ډول پېښو خپلواکه پلټنه ترسره کړې ده او دا څرګنده ده چې کله اغیزمنو او يا غږ پورته کوونکو خپلې انديښنې شريکې کړي نو هغوی په عمومي توګه له پامه غورځول شوي دي.

سوناک د بريورمين پر څرګندونو مستقيمه تبصره ونه کړه. نوموړي د دوشنبې په ورځ ويلي ول چې حکومت یې د ګرومنګ ګينګ پر ضد په کار لاس پوری کړی دی او د ښځو او کم سنه نجونو د ساتنې په لار کې به هیڅ ډول سياسي جوړجاړی خنډ ونه ګرځي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "«پاکستاني توکمه نارينه ښځو ته په سپکه سترګه ګوري»"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*