د پاکستاني روپۍ ارزښت ولې ورځ تر بلې غورځیږي او په پاکستان به یې اغېزې څه وي؟

پاکستان کې د نړیوالې مالیاتي ادارې (آی ایم ایف) د غوښتنې په اساس په درامداتو د بندیزونو لرې کولو نه وروسته په دې هیواد کې د ډالرو په طلب کې زیاته اضافه لیدل کیږي چې له دې امله د پاکستاني روپۍ ارزښت پرله پسې په لویدو دی.

د دوشنبې یا ګل په ورځ د پاکستاني روپۍ ارزښت کې د 0.45 فیصدي کمي نه وروسته د نهې په ورځ هم په انټربینک مارکیټ کې د پاکستاني روپۍ ارزښت لا پسې غوځیدلی دی.

د کاروبار په پائ کې د یو امریکایي ډالر نرخ 299 روپو ته ختلی دی اؤ داسې د نهې په ورځ د پاکستاني روپۍ په ارزښت کې 0.63 فیصدي کمی لیدل شوی دی.

د پاکستاني روپۍ غورځېدو دا رجحان یوازې دې اوونۍ کې نه بلکې د جون په وروستیو کې د آی ایم ایف اؤ پاکستان ترمنځ د پور د شوي تړون نه سمدستي وروسته د روپۍ په ارزښت کې د ښه والي نه راپدیخوا دوامداره دی.

د آی ایف ایم اؤ پاکستان ترمنځ د پور د تړون نه وروسته چې پاکستان ته د ډالرو تګ پیل شو نو پاکستاني روپۍ ورسره یو څه پیاوړې شوه اؤ د یو ډالر نرخ د 286 روپو نه 275 روپو ته راپریوتو.

خو تر دې وروسته د ډالر نرخ پرله پسې په بره روان دی اؤ اوس په بینکونو کې یو ډالر په 299 پاکستاني روپو تبادله کیږي.

د دوؤ میاشتو نه هم په کمه موده کې د پاکستاني روپۍ په ارزښت کې تر7 فیصده زیات کمی راغلی دی اؤ سږکال د اتوؤ میاشتو په اوږدو کې د پاکستاني روپۍ ارزښت تر 23فیصدي هم زیات غورځیدلی دی.

د امریکایي ډالر تر څنګ د اروپایي کرنسۍ یورو، اسټریلین ډالر، چیني ین، سعودي ریال اؤ اماراتي درهم په مقابله کې هم د پاکستاني روپۍ ارزښت په لاندې تللی دی.

څېړونکي وایي د پاکستاني روپۍ د ارزښت کمېدو اساسي علت سیوا شوې برامدي ادائیګۍ دي چې د جولایي میاشت کې د 80 کروړه ډالرو د کرنټ اکاونټ یعنې روانو کهاتو د تازه شمیر شمیرو نه هم څرګندیږي چې څلور میاشتې پرله پسې مثبت پاتې شوي خو تر هغې وروسته یو ځل بیا منفي یا خسارې ته لویدلي دي.

د جولایي میاشت کې آی ایم ایف پاکستان سره د پور د لنډمهاله تړون په مهال پاکستاني چارواکو نه غوښتنه کړې وه چې په درامداتو باید بندیزونه ختم کړي اؤ له هغې راپدیخوا یو ځل بیا پاکستان د سترو خسارو سره مخ دی.

د پیسو د تبادلې د چارو څېړونکی عبدالله احمد وایي په نړیواله کچه د امریکایي کرنسۍ په ارزښت کې د اضافې ستر علت امریکا کې د سود په کچه کې زیاتوالی دی.

هغه وایي په نړیواله کچه د تیلو لوړې شوې بیعې اؤ د چین په معیشت کې د سست والي له امله هلته د تیلو طلب کم شوی دی اؤ له دې امله هم د ډالر ارزښت کې اضافه کیږي.

یو بل څېړونکی خرم شهزاد وایي د نړیوالې مالیاتي ادارې سره د شوي تړون په رڼا کې په پاکستان کې د خلاص مارکیټ اؤ انټر بینک کې په یوه اونۍ کې فرق د1.25 فیصدي نه زیات نه شي پاتې کیدای.

د هغه په اند په خلاص مارکیټ کې د برابرۍ د پیروۍ په پالیسۍ کې خامي وه اؤ دا په ځای ساتل ګران دي اؤ دا د دې لامل شوي چې په خلاص مارکیټ انټربینک مارکیټ په ځان پسې روان کړی دی اؤ په نتیجه کې یې پاکستاني روپۍ د ضرورت نه زیاته کمزورې کیږي.

د اقتصادي چارو ماهر ډاکټر عبدالعظیم وایي د روپۍ په ارزښت کې د پرله پسې کمي له امله به وړاندې نه ملک کې د ګرانۍ لوړه کچه په راتلونکو ورځو کې نوره هم ورپسې لوړه شي اؤ په داسې حال کې به حکومت مجبوریږي چې د 31م اګست نه د تېلو بیعې نورې هم لوړې کړي.

هغه وایي په یوه میاشت کې د تیلو بیعې په یو لیټر کې 40 روپۍ بره تللې دي.

د عبدالعظیم وینا ده چې تر څو برامدات نه وي زیات شوي د پاکستاني روپۍ ارزښت به نور هم پسې لویږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستاني روپۍ ارزښت ولې ورځ تر بلې غورځیږي او په پاکستان به یې اغېزې څه وي؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*