آی اېم اې: د پاکستان اقتصاد ي وده به نیم فیصدو ته ټیټه شي او ګراني به نوره هم سېوا شي

پاکستان اقتصاد

نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف د روان مالي کال لپاره د پاکستان د اقتصاد ي ودې 0.5 فيصده ته د ټيټېدو او ورسره د دوو کلونو لپاره د ګرانۍ د کچې 20 فيصده ته د لوړېدو اټکل کړی دی.

مالياتي ادارې ايي اېم اېف په خپل رپورټ کې په ګوته کړې ده چې د خلکو مشکلات به زر حل نه شي.

نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف ويلي چې په روان مالي کال کې به پاکستان کې د ګرانې کچه د 27 فيصدو څخه زياته وي او بې روزګاري به هم اووه فيصده ته سېوا کيږي.

ايي اېم اېف د سږني کال لپاره د پاکستان د ټيټې اقتصادي ودې او ګرانۍ د سېوا کېدو دا اټکلونو په داسې حال کې کړي چې د هېواد اقتصاد د وړاندې څخه په خراب حالت کې دی او سياسي اړې ګړې هم زيات شوی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي دا مهال د پاکستان سره په اقتصادي برخه کې د اسانۍ لارې نشته.

اقتصاد پوه ډاکټر غلام صمد خان وي او اې ډیوه سره په خبرو کې د ايي اېم اېف د رپورټ په اړوند وويل، پاکستان ته به هڅه کول وي چې لوی صنعتونه بند نه شي. او دا ځکه چې د روزګار تر ټولو لويه ذريعه غټ صنعتونه دي.

نوموړي وويل بله لويه ذريعه چې په پاکستان کې د ملازمتونو ورکولو ده واړه صنعتونه دي. دې دواړو به ترجيح ورکول وي. او که دا صنعتونه بند شول نو د اقتصادي ودې او د روزګار په اړه به د ايي اېم اېف او نړیوال بنک تخمينې هم ترلاسه نه شي.

نړيوالې مالياتي ادارې د دې علتونه د اکتوبر په میاشت کې په نړيواله کچه د اقتصادي ودې سست رفتار او تېر کال په پاکستان کې راغلي سېلابونه ياد کړي دي.

پاکستان دا وخت د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو د قرض پروګرام د بحالۍ په چارو بوخت دی. د هېواد د زر مبادلې ذخيره څلور اربه ډالره پاتې شوې ده او پاکستاني روپۍ هم په پرله پسې توګه د ډالر په مقابله کې خپل قدر بايلي چې د څيړونکو په وېنا د ګرانۍ سبب ګرځي.

اقتصاد پوهان د سرکاري شمېرو په اساس وايي په پاکستان کې دا وخت د بې روزګارۍ کچه د 7 او 8 فيصده ترمنځ ده او هرکال 30 لکه ځوانان د روزګار مارکيټ ته داخليږي او دغو خلکو ته د روزګار ورکولو لپاره باید چې اقتصاد وده باوري کړی شي.

غلام صمد خان وايي، د اقتصاد ودې کچه چې 0.5 فيصدي وي نو دغه خلکو ته به روزګار له کومه ورکول کيږي او د بې روزګارۍ کچه به هرکال سېوا کيږي.

نړيوالې مالياتي ادارې په خپل رپورټ ويلي، راتلونکې مالي کال 2024 کې د پاکستان د اقتصادي ترقۍ شرحه 3.5 فيصده ته زياتېدو، د ګرانۍ د کچې 22 فيصدو او بې روزګارۍ 6.8 فيصدو ته د کمېدو هيله ښودلې ده.

د اقتصادي چارو کار پوهه خبريال مهتاب حېدر وايي ايي اېم اېف چې د سېلاب نه وروسته د پاکستان د مجموعي اقتصادي ودې شرح دوه فيصده لګولې وه نو هغه یې اوس لا نوره ټيټه کړې ده او دا کچه يې 0.5 ته ښکته کړې ده.

هغه وويل، د کمې اقتصادي ودې په نتیجه کې به په راتلونکو ورځو کې په پاکستنا کې بې ګاري او ګراني نوره سېوا کيږي.

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د ايي اېم اېف، ورلډ بېنک او امریکايي چارواکو سره خبرو دپاره واشنګټن ته تلونکو خو تېره هفته يې وویل چې په ملک کې د سیاسي حالاتو له امله يې د واشنګټن دوره منسوخ کړه.

اسحاق ډار د ګل، دوشنبې، په ورځ پارلېمنټ ته ويلي وو ملک به د ترقۍ په لاره روان وي او دا چې د خدای په فضل به ملک نه دیوالیه کېږي.

خو اقتصاد پوهان وايي څو پورې نړیوالې مالياتي ادارې د پاکستان د پور پروګرام نه وي بحال کړی او دوست هېوادونو ورته پېسې نه وي ورکړي اقتصادي مشکلات به یې سېوا کيږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "آی اېم اې: د پاکستان اقتصاد ي وده به نیم فیصدو ته ټیټه شي او ګراني به نوره هم سېوا شي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*