پاکستان: د اورګاډي په اورلګېدنه کې ۷ کسان مړه شوي

پاکستان: د اورګاډي په اورلګېدنه کې ۷ کسان مړه شوي
پاکستان: د اورګاډي په اورلګېدنه کې ۷ کسان مړه شوي

د پاکستان په جنوب کې په یوه اورګاډي کې د اورلګېدنې له کبله ۷ کسان مړه شوي دي. رپوټونه وايي چې دغه اورګاډی له کراچۍ څخه لاهور ته په لاره وو چې اور ېې واخیست.

د پاکستان د اورګاډو د ادارې یو چارواکي محسن سیال وويل چې دغه اورګاډي د کراچۍ ښار شمال ته په شاوخوا ۵۰۰ کيلومترۍ کې پرتې خیرپور ولسوالۍ کې اور واخیست. هغه وويل ۷ کسان د اور په لمبو کې مړه شوي او يوې ښځې چې د اورګاډي له کړکۍ څخه ېې دباندې ټوپ کړی وو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، په اورګاډي کې اورګېدنه د چهارشنبې په شپه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د مساپر وړونکي اورګاډي پر سر يو موټر اور واخیست.

سیال زیاته کړه چې یو شمیر نور موټر هم سخت سوځيدلي او د اورلګېدنې دليل تر اوسه روښانه نه دی.

رپوت وايي دغه اورګاډی له کراچۍ څخه لاهور ته پر لاره وو چې يوه موټر په کې اور واخیست. پر خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې د اورګاډي څو برخې سوځېدلي دي.

پاکستان کې ډيری وخت بې وزله مساپر، د قانوني ممانعت سربېره، له ځانونو سره په اورګاډو کې د ګازو کوچنۍ ډبې انتقالوي چې د سفر پر مهال ورباندې پخلی کوي. له دې نه علاوه په دغه هیواد کې د سفرونو پر مهال نورو لازمو امنيتي مقرراتو ته هم پوره پاملرنه نه کيږي.

څو ورځې مخکې د تورخم په بندر کې د غره ښويدو تر ېوې پېښې وروسته هم اورلګېدنه رامنځ ته شوې وه. په دغه پيښه کې شاخوا سل لارۍ چې افغانستان لور ته اوښتو ته ولاړې وې تر غره لاندې شوې وې او نژدې لس کسان مړه شوي ول. چارواکو هغه وخت هم ويلي وو چې د باروړونکو موټرو چلوونکي او د هغوی کلینرانو د پېښې پر وخت ځانونو ته د ګازو پر ډبو پخلي کول.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان: د اورګاډي په اورلګېدنه کې ۷ کسان مړه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*