پاکستان له روسيې سره په ارزانه بیه د تيلو واردولو توافق کړی

پاکستان له روسيې سره په ارزانه بیه د تيلو واردولو توافق کړی
پاکستان له روسيې سره په ارزانه بیه د تيلو واردولو توافق کړی

پاکستان غواړي د خپل شاوخوا یو دریمه برخه اومه تيل د سړې جګړې د وخت له رقیب، روسيې څخه راونیسي. دا به د دواړو هیوادونو تر منځ د انرژۍ لومړنۍ تجارتي معامله وي، خو کېدای شي د پاکستان له پاره سیاسي ستونزې ايجادې کړي.

په ټيټه بيه د تيلو د پېرلو دغه معامله د جمعې په ورځ د پاکستان او روسيې د انرژۍ وزيرانو له خوا په اسلام آباد کې اعلان شوه. دغه اعلان د دواړو حکومتونو تر منځ تر درو ورځو خبرو اترو وروسته وشو.

دغه توافق په داسې حال کې کيږي چې مسکو د خپلې انرژۍ د صادرولو له پاره د مشتريانو د موندلو په هڅه کې دی ځکه چې غربي هیوادونه پر اوکراین د مسکو تر پوځي يرغل وروسته د غیر روسي تيلو او انرژۍ په لټه کې شوي دي.

د روسيې د انرژۍ وزير، نيکولای شولګينوف وویل چې پاکستان به انرژي د دوستو هیوادونو په پيسو رانیسي خو کوم نوم يې مشخصه نه کړ.

پاکستان او روسيې د انرژۍ پر سر مذاکرات، تيرکال وروسته له هغې چې مسکو پر اوکراین پوځي يرغل وکړ او په ادامه ېې لويديځ پر مسکو بندیزونه وضع کړل، پیل کړل. د پاکستان د انرژۍ وزير، مصدق ملک، تر غونډې وروسته وويل چې پاکستان ته به د تيلو واردات په احتمال سره له مارچ مياشتې څخه دمخه پيل شي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، دغه معامله به له ۲۲۰ ميلیونه نفوس لرونکي هیواد پاکستان له ناوړه اقتصاد سره مرسته وکړي، چې د سقوط په حال کې دی. پاکستان په دې هڅه کې وو او دی تر څو د انرژۍ مخ په لوړېدونکي بلونو د راټيټولو له پاره مناسبې لارې چارې پېدا کړي.

په اسلام آباد کې د يوراسیا سينچري انستيتوت څخه د چارو کارپوه، عرفان شهزاد وايي: «ظاهراً دا د دواړو هیوادونو له پاره یو ګټونکی-ګټونکی وضعیت دی.»

خو هغه مشخصاً د پاکستان په هکله وويل: «اما د پاکستان له پاره به دا يو څه ریسک له ځانه سره ولري. د اسلام آباد غربي متحدین او د سوداګرۍ لوی شريکان به دې سره د راحتۍ احساس ونه کړي.»

پاکستان د سړې جګړې او پر افغانستان د روسيې د پوځي يرغل پر مهال، په سیمه کې د غربي بلاک یو مهم متحد هیواد وو. د پاکستان دغه رول ته تقريباً د پخواني شوروي اتحاد د پاشل کېدو د کلیدي دلیل په سترګه هم کتل کيږي. خو روسيه او پاکستان په وروستيو کلونو کې خپله ترخه ماضي هيره کړې او يو بل ته ډير ورنژدې شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان له روسيې سره په ارزانه بیه د تيلو واردولو توافق کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*