پاکستان کې د پولیسو په پوستې ‘ځانمرګي برید کې درې تنه’ ووژل شول 

په پاکستان کې پولیس چارواکي وايي چې د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمه «جمرود تحصیل» کې یو ځانمرګي‌ د پولیسو په پوستې کې ځان الوځولی دی او لږ تر لږه دوه پولیس او یو اشپز یې وژلي دي.

امنیتي سرچېنو امریکا غږ ډیوې ته ویلي دي چې برید د پنجشنبې په ماښام جنوري ۱۹ (مرغومې۲۹) د «تخته بیګ» په سیمه کې شوی دی.

د وژل شویو پولیسو نومونه یونس او منظور ښودل شوي او د هغوی د اشپز نوم رفیق ښودل شوی دی. په برید کې درې نور پولیس ژوبل شوي‌ هم دي.

د خیبر «ضلعې» د پولیسو مشر عمران خان هم په برید کې د دوو عسکرو وژل کېدل تائید کړي ‌دي. لا معلومه نه ده چې په دغې پوستې کې څومره عسکر دیره وو.

راپورونه وايي چې لومړی په پوستې ډزې شوې، بیا لاسي بمونه پرې غورځول شوي او بیا ځانمرګي ځان الوځولی دی.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلای محمود خان دا برید غندلی او د پېښې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده. ده ویلي دي چې د امن او سولې لپاره د پولیسو قربانۍ بې ځایه نه ځي. هغه د پېښې د قربانیانو له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده.

پاکستاني طالبانو د دغه برید مسئولیت په خپله غاړه اخیستی دی. دوی په یو بیان کې ویلي دي چې ځانمرګی بریدګر د دوی کس و، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

دا برید داسې مهال کېږي چې پاکستاني طالبانو د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې د لویو بریدونو خبرداری ورکړی دی. څه موده مخکې هم په یو لړ بریدونو کې ځینې د پاکستان ځینې پولیس افسران ووژل شول.

د خیبرپښتونخوا پولیس وایي په ۲۰۲۲ کې د ترهګرو سره په جګړې کې د هغوی ۱۱۸ پولیس وژل شوي او ۱۱۷ نور ژوبل شوي دي. دوی وايي‌ تېر کال یې ۸۰۶ ترهګر هم نیولي دي‌.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان کې د پولیسو په پوستې ‘ځانمرګي برید کې درې تنه’ ووژل شول "

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*